
پاکستان یو ځل بیا پر کونړ برید کړی
نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۶): د کونړ ځايي چارواکي وايي پاکستاني ځواکونو یو ځل بيا پر افغان خاوره تر لسو ډېر راکټ توغولي دي.
د کونړ امنيه قومندان جمعه ګل همت رسنيو ته ويلي چې پاکستاني پوځيانو تېره ورځ پر سرکاڼو ولسوالۍ څوارلس راکټ توغولي دي.
د ياد چارواکي له قوله په دې راکټي بريدونو کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
پر کونړ د پاکستاني ځواکونو پرلپسې بريدونو له امله ګڼې کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوي دي.
د ځايي اوسېدونکو له قوله یوازې له شلتن نه نږدې دوه سوه پنځوس کورنۍ کډوال شوې دي.
تېره ورځ ولسي جرګې هم افغان حکومت او دلته مېشت بهرني ځواکونه د پاکستان پر وړاندې پر چوپتيا ملامت وبلل.
دوی ټينګار وکړ، چې که امریکايي ځواکونه د پاکستان پر وړاندې کوم اقدام نه کوي، باید ورسره شوی امنیتي تړون لغوه شي.
په ورته وخت کې د ننګرهار ولایتي شورا بیا افغان حکومت له پاکستان سره پر معاملې تورنوي.
د دې شورا مشر احمد علي رسنیو ته ويلي، د افغان چارواکو پر خوښه پر ډېورنډ کرښه تار غځېږي او پاکستاني ځواکونه وړاندې را روان دي.
ولسمشر محمد اشرف غني هم تېره ورځ په ارګ کې د زابل له قومي مشرانو سره په خبرو کې وویل چې دوی د پاکستان بربادي نه غواړي، خو له هغوی هم د ښېګړې تمه لري.
پاکستان په تېره یوه اوونۍ کې د کونړ پر شپږو ولسوالیو له زرو ډېر توغندي توغولي، چې له امله یې ځايي خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.