افغانستان

کندهار: دولتي ادارې له برېښنا شرکت نه سلګونه میلیونه افغانۍ پوروړې دي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۶): کندهار کې د برېښنا شرکت مسوولين وايي، د دې ولایت ګڼې ادارې يې سلګونه میلیونه افغانۍ پوروړې دي.

په کندهار کې د برښنا شرکت مشر امان الله فاروقي وايي چې ګڼې دولتي ادارې يې تر ۵۶۰ ميليونه افغانۍ هم ډېرې پوروړې دي.

د فاروقي په خبره دولتي ادارو له څو کالونو راهیسې د برېښنا حساب نه و، ورکړی چې په دې توګه ټول پور ۹۰۰ میلیونه افغانۍ ته ورسيد.

د یاد مسوول په خبره څه موده وړاندې د ماليې وزارت د دولتي ادارو د پور څلوېښت سلنه خلاص کړ، چې اوس څه باندې ۵۶۰ میلیونه افغانۍ لا پاتې دي.

امان الله فاروقي وايي له دولتي ادارو پرته ګڼ زورواکي هم د برېښنا له حساب ورکولو انکار کوي.

وړاندې زیاتوي چې که دا ډول کسان د برېښنا حساب ور نه کړي، دوی به يې نومونه په ډاګه کړي.

یوازې کندهار نه؛ بلکې پلازمېنې کابل کې هم ګڼ زورواکي او دولتي ادارې د برېښنا شرکت پوروړې دي چې وخت پر وخت يې ناندرۍ رسنیو ته رسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x