افغانستان

فراه: د کورني تاوتریخوالي له امله څلور تنه وژل شوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۶): د فراه امنیتي چارواکي وايي، د فراه د کډوالو په ښارګوټي کې دوه ماشومان او دوه ښځې د چاقو په وسیله وژل شوي دي.

د فراه د امنیه قومندانۍ د امنیت امر ګلبهار مجاهد وايي، د کورني تاوتریخوالي له امله یو تن خپل دوه ماشومان او د کورنۍ دوه ښځې په چاقو وژلي دي.

د ده په خبره، وژونکی پولیسو نیولی او پوښتنې ترې روانې دي.

تراوسه د پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی؛ خو په دې وروستیو کې په فراه کې کورني تاوتریخوالي له امله د ماشومانو په وژنه کې ډېروالی راغلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x