افغانستان

د زابل په شینکۍ کې د اربکیانو مشهور قوماندان وژل شوی

نن ټکی آسیا: د زابل په شینکۍ ولسوالۍ کې د سیمه یېزو پولیسو یا اربکیانو یو مشهور قوماندان په وسلوال برید کې وژل شوی او دوه ساتونکي يې ټپيان شوي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د نوموړي د وژنې د مسؤلیت اخیستلو ترڅنګ ویلي، چې د شینکۍ د اربکیانو یو تن قوماندان چې شیر محمد نومېده او د ګڼو خلکو او علماوو په ځورولو او شکنجه کولو کې يې شهرت لاره، پرون ماسپښين خوا و شا درې بجې د دوی له لورې په یوه وسلوال برید کې ځای پر ځای ووژل شو.
ویل کېږي،چې نوموړي د لوی کلي د امنیتي پوستې مشري کوله.
ښاغلی احمدي زیاتوي : « دبریدپه پایله کې نوموړی قومندان ځای په ځای قتل اودوه تنه نوراربکیان سخت ژوبل شول، په بریدکې داسلامي امارت یوتن مجاهدهم دشهادت لوړمقام ته ورسید .»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x