افغانستان

مسیر: پاکستان پر افغان خاوره داعش ته د ځای موندنې لپاره بريدونه کوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۶): له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپاڼه، مسیر د نننۍ ګڼې په سر مقاله کې کاږي، پاکستان پر افغان خاوره راکټي بريدونه د داعش لپاره کوي.

ورځپانه، چې داعش د پاکستان پيداوار بولي پر دې باور ده، چې پاکستان پر ختیځو ولایتونو د بریدونو پایله کې غواړي، خلک له دې ځايه کډوال او داعش هلته مېشت شي.

ورځپاڼه کاږي: «دا بریدونه د دې لپاره کیږي چې ځیني سیمې خالي شي، څو هلته داعش او نورې وسله والې ډلې ځای پر ځای شي.»

ورځپاڼې افغان حکومت ته دوه لارې په ګوته کړې، چې باید دا بریدونه وغندل شي او د مرستې په وخت کې باید له امریکا نه، غوښتنه وشي، ځکه چې امنیتي تړون کې يې د همکارۍ سینه ډبولې.

د داعش وسله‌والې ډلې د فعالیتونو په پیل کې د ولسي جرګې مرستیال ظاهر قدیر دا ډله د افغان حکومت، امریکا او پاکستان ګډه لوبه بللې وه.

د پاکستاني بريدونو پر وړاندې د افغان چارواکو خاموشي، د مسیر ورځپاڼې تبصره لا غښتلې کوې، چې دواړه لوري هڅه کوي داعش ډلې ته د پښې اېښودو ځای پیدا کړي.

دلته د مېشتو بهرنيو ځواکونو خاموشي هم ښايي د ملګرتیا علت ولري، پخواني ولسمشر حامد کرزي او روسيې هېواد هم پرلپسې امریکا د داعش پر ملاتړ تورنه کړې ده.

تازه پېښو کې پاکستاني پوځيانو تېره ورځ د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ څوارلس راکټ وتوغول، چې د ځايي چارواکو په وينا کومه مرګ – ژوبله يې نه درلوده.

ياده دې وي د ختیځو ولایتونو ګڼو هغو سیمو کې چې د داعش مرکزونه بلل کېږي، د داعش او طالب وسله‌والو په نښتو کې دولتي امنیتي ځواکونه پرلپسې د داعش په ملاتړ تورن شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x