افغانستان

خوست ښار کې دوو چاودنو د اوو پوليسو په ګډون نهو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسيا: د خوست ولايت چارواکي وايي چې، خوست بازار کې د دوو چاودنو په نتيجه کې نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې، ۷ پکې پوليس دي.

د خوست ولايت وياند مبارز ځدراڼ وايي چې، لومړۍ چاودنه شاو خوا لس بجې د مخدره موادو ضد ادارې د پوليسو يوې رينجرې سره وشوه. پولیس وايي چې، چاودنه د ځای پر ځای شوي ماين په واسطه وشوه چې نتيجه کې يو پوليس وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.
مبارز زياتوي چې، لږه شيبه وروسته په همدې ځای کې دوهمه چاودنه هم وشوه چې،څلور ولسي وګړي يې ټپيان کړل. ويل کيږي چې، ژوبل شوي کسان روغتون ته وړل شوي چې، د ځينو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی.
دپيښې مسؤوليت تر اوسه چا ندی منلی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x