افغانستان

هلمند : امريکايانو په يوه ورځ درې ځله ولسي وګړي په نښه کړي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۶):د هلمند په نوزاد او موسی کلا ولسواليو کې د امريکايي عسکرو د بمبار او توغول شويو مزایلو له امله ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

تېره شپه د موسی کلا ولسوالۍ بازار ته څېرمه د پي ار ټي په سيمه کې امريکايي الوتکو د ولسي خلګو کورونه په نښه او بمبار کړل ، ګړی وروسته د عيني شاهدانو په وینا پر یاده سيمه له ښوراب هوايي میدان نه را توغول شوي ميزايل هم ومښتل.

د شوي بمبار له امله د ۷ کورونو د تخريب تر څنګ د يادي ولسوالۍ ۱۰ تنه ولسي وګړي چې ښځي او ماشومان هم په کې شامل دي وژل شوي.

له هلمند نه زموږ همکار وايي چې تېره ورځ په موسی کلا ولسوالۍ کې بهرنيو الوتکو دوه ځله بمبار وکړ ، لومړی يې مرکز بازار ته څېرمه کورونه او دوهم ځل يې ریګي سيمه په نښه کړه.

همدا راز تېره ورځ د نوزاد او واشیر ولسواليو تر منځ په باغکه سيمه کې هم د بهرنيو عسکرو الوتکو د عامو خلګو دوه کورونه په نښه او بمبار کړل چې له امله يې اوسېدونکي له دروند ځاني او مالي زيان سره مخ شول.

دولتي چارواکو په موسی کلا او نوزاد کې د بمبار اړوند څه نه دي ويلي خو طالبانو بیا شوي بريدونه غندلي ، دا کار يې د بهرنيو سرتيرو د ماتي او د دوی له لوري د جنګي قوانينو نه مراعت بللی.

نوزاد او موسی کلا دواړي هغه ولسوالۍ دي چې بشپړ واک يې د طالبانو په لاس کې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x