افغانستان

ولسي جرګې ولسمشر په «ملي خيانت» تورن کړ

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۶): ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې پر نورو څرګندونو سربېره د هغه مکتوب اړوند هم بحث وکړ، چې پر اساس يې ولسمشر پر «ملي خيانت» تورن کړل شو.

دا مکتوب چې د عبدالفتاح فروغ پر لاسلیک ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، پکې د ولسمشر د فرمان مطابق د ۱۰۱ اسمايي زون قومندانۍ تر چتر لاندې د پنځه سوه کسیزې قطعې د جوړېدو امر ورکړل شوی دی.

مکتوب کې واضح لیکل شوي، چې له تاجکو پرته د نورو قومونو کسان باید په دې قطعه کې پر دندو وګمارل شي.

د ولسي جرګې مرستیال همایون همایون، چې نننۍ ناسته يې تر مشرۍ لاندې ترسره کېده، پخپلو څرګندونو کې وویل، که رښتیا هم دا کار د ولسمشر پر فرمان شوی وي، موږ يې ملي خيانت بولو.

همايون پخپلو څرګندونو کې ويلي چې د «تروریزم» پر وړاندې باید قومپالنه شاته وغورځوو.

دې مکتوب په خواله رسنیو کې هم ګڼ غبرګونونه را پارولي او دا یې له يو خاص قوم سره ښکاره تبعیض بللی دی.

که څه هم خواله رسنیو کې ځينې کړۍ د دې مکتوب د جعلي ښوودلو هڅې کوي، خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال يې په اړه دلیل ویلی دی.

نجیب دانش ويلي، په دې مکتوب کې ځکه له تاجکو پرته د نورو قومونو د کسانو د نیولو امر شوی، چې تاجک د عامه نظم په قطعو کې ډېر دي، ځکه خو باید دې قطعه کې دوی ته ځای ورنه کړل شي.

که څه هم امنیتي مسوولین د امنیتي ځواکونو پر «ملي» کېدو ټینګار کوي، خو ورته ګڼې ناندرۍ وخت پر وخت رسنیزې شوې دي، چې د شنونکو په باور د امنیتي ځواکونو پر روحيې به بې اغېز نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی

یو څوک چه د انګریز لخوا د دوهم متفکر په لقب ویاړل کیږی باید امر ئې هم پر ځای کړی.که څنګه؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x