نظــر

وامعتصما!

قومندان جاجو به د خپل وحشت او دهشت د پټولو په خاطر خود په هغې مظلومې د بدلمنۍ او بدعفتۍ تورونه پورې کوي. خو دغه جاني او دېو ته به څوک څه ووایي چې هغه ۲۲ دوه ویشت زره افغانۍ او طلایي طوق دې نو په کوم عنوان د هغوی له کوره پټ کړی دی.

د کندهار د اولس دا لومړی ځل ندی چې ددغو وحشیانو د وحشت له لاسه چیغې سورې وهي بلکه دا د هغو مظالمو د تکرار قضیه ده چې دولتي اراکین یې په یو غوږ ننباسي او په بل یې باسي. دا د انسانیت مسخه کوونکي هغه ځناور دي چې د خپل شهوت په دریاب کې هومره ډوب تللي دي چې د عفت، عزت، ناموس، دین او اولس معنا یې ورکه کړې. ددې مظلومې خور د عزت ساتل په هر مسلمان فرض او واجب دی.

ددې غږ ته لبیک ویل د اسلام ستر رکن دی چې زموږ پخوانیو ډېر ښه درک کړی وه. احمدشاه بابا ته له هند نه لیکونه راغلل چې په هند کې د مسلمانانو عزت او ناموس په خطر کې دی، د خدای لپاره راشه او د مسلمانانو خویندې او میندې وژغوره. حجاج بن یوسف ته له هند نه د یوې مسلمانې خور په وینو سور لیک ورغی او د کومک غوښتنه یې وکړه، محمد بن قاسم یې له مېړنیو غازیانو سره تیار کړ او هند ته یې د هغې مسلمانې خور د عزت د ساتلو په خاطر ولېږه.

رسول کریم صلی الله علیه وسلم سعد بن ابن وقاص رضی الله عنه ته په احد کې پخپل مبارک لاس غیشی ورکړ، او ورته یې وویل چې، ارمي یا سعد، فداك أبي و امي، او بیا یې هغه کافر ورته په نښه کړ چې یوه مسلمانه مېرمن یې زخمي غازیانو ته د اوبو وروړلو په حال کې وهلې وه، غورځېدلې وه او ډډه یې لوڅه شوې وه چې پدې کار سره هغه کافر وخندل.

حضرت سعد رضی الله عنه هماغه کافر په تندي وویشت، ولوېده او له لوېدو سره سم یې ډډه لوڅه شوه لکه څنګه چې د هغې مؤمنې مور د لوېدو پر مهال لوڅه شوې وه. د هغه کافر په لوېدو رسول علیه الصلاة والسلام وخندل او خپل قصد یې ځینې واخست.

چېرته دي د محمد صلی الله علیه وسلم امتیان؟ چېرته دي د محمد بن قاسم غازیان؟ چېرته دي د احمدشاه بابا لمسیان؟  اې پښتنو، اې د کندهار اولسه که په تاسو کې د احمد وینه چلیږي، که تاسو په رښتیا هم زړور او مېړني یاست، که تاسو په رښتیا پښتانه یاست، او که مو په رښتیا سره د اسلام او مسلمانانو نوم پر ځان اېښی وي نو ددغې خور د عفت، عزت او حیثیت د اعادې په خاطر هغسې لښکر کشي وکړۍ لکه څنګه چې احمدشاه بابا کړې وه.

که نه، نو په تاسو کې د اسلام او پښتونولۍ هېڅ نشته او نور یې دعوه هم ونکړۍ..!

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x