دیني، سیرت او تاریخ

د قیامت په ورځ رسول الله ﷺ ته نږدې خلک څوک دي؟

له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روايت دی چې، رسول الله ﷺ فرمايلي:

-«أَوْلى النَّاسِ بي يوْمَ الْقِيامةِ أَكْثَرُهُم عَليَّ صلاةً» (رواه الترمذي باسناد حسن)

ژباړه:

-د قيامت په ورځ به ما ته نږدې خلک (د شفاعت لپاره) هغه وي چې، پر ما يې زيات درود استولی وي.

په بل حدیث شریف کې، رسول الله ﷺ فرمایلي:

-مَنْ صَلّٰى عَلَيَّ وَاحِدَة صَلَى اللهُ عَلَيْهِ عَشْرًا. (مشكوة: ج۱ صـ۸۶)

ژباړه:

-كه چا پر ما باندې يو ځل درود شريف ووايه؛ نو الله تعالى به پر هغه شخص لس ځلي رحمت نازل كړي.

ګرانو ورونو او خویندو!

آیا د مسلمان لپاره تر دې بل غټ زیری شته؟

راځئ چې په پوره ذوق په خوږ نبي حضرت محمد ﷺ درود شریف ووایو، تر څو الله تعالی پر مونږ رحمتونه نازل کړي او حضرت محمد ﷺ مو د قیامت په سخته او اوږده ورځ شفاعت وکړي.

«اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ»

د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریک کړئ، ستاسې له برکته به ډېر خلک په حضرت محمد ﷺ درود شریف ووایي؛ نو تاسې به یې هم له ډېر اجر او ثواب څخه برخمن شئ.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x