افغانستان

جنرال حسین خیل: پاکستان نه تېری کړی او نه يې هم پر ډيورنډ کرښه ازغن تار لګولی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۶): د ګډ حکومت پوځي چارواکي پر ډيورنډ کرښه د پاکستاني پوځيانو د تېري او د ازغن تار د لګولو خبرونه ناسم بولي.

په ختيځ کې د سرحدي عسکرو قومندان محمد ايوب حسین خيل ادعا کړې، چې پاکستاني پوځيانو نه د افغانستان پر خاوره تېری کړی او نه يې هم ازغن تار لګولی او نه به په دې اړه چا ته اجازه ورکړي.

د افغانستان، جنوب ختيځ او جنوبي ولايتونو کې د پاکستاني پوځيانو له لوري د ازغن تار د لګولو خبرونه ګڼو افغان چارواکو اونړيوالو رسنيو هم خپاره کړي، خو جنرال حسين خيل وايي، چې دغه ډول خبرونه ناسم دي.

دی وايي: «موږ د خپل هېواد د هرې لویشت ساتنه کوو، هېچا ته به اجازه ور نه کړو، چې زموږ پر خاوره تېری وکړي او نه تر اوسه پاکستاني پوځيانو د افغانستان خاوره نيولې او نه يې ازغن تار لګولی دی.»

پاکستاني پوځيانو ويلي، چې له افغانستان سره لګېدلې ډيورنډ کرښه اوس نړيواله پوله ده او د امنيتي ګواښونو د مخنيوي لپاره به د ټولې ډيورنډ کرښې په اوږدو کې ازغن تار ولګوي او دغه چارې تقریبا په بشپړېدو دي.

کابل کې د برتانيې سفير هم په دې اړه ويلي، چې ډيورنډ کرښه اوس نړيواله پوله ده او په دې اړه يې د پاکستان وروستي فعاليتونه د پاکستان حق بللی دی.

يو شمېر څارونکي وايي، چې د هېواد په لويديځو او جنوبي ولايتونو کې ډېری مهمې څوکۍ له هغو چارواکو سره دي، چې له پاکستان سره پټې اړيکې لري او د جنرال حسين خيل وروستۍ څرګندونې يې هم د پاکستان په ګټه او له خپلې دندې د تېښتې په معنا بللي دي.

ګډ حکومت هم په دې اړه يوازې رسنيزې ويناوې کوي او تر اوسه يې د پاکستان له لوري د ازغن تار د لګولو د مخنيوي په اړه کوم ګام نه دی پورته کړی.

ګڼې حکومتي سرچينې او د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې حکومت له پاکستان سره د برتانيې په منځګړيتوب د ډيورنډ کرښه منلې او له همدې امله يې يوازې په خوله غندنه کوي او عملي ګام نه پورته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالکریم

جنرال حسین خیل زماخیال دہ پہ سترگوشی نہ ونی ولی تہ ڑوندیئ نی ونی دا ستاسی ٹول کارونہ دغسی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x