
غزني کې چاودنې۱۱ تنو ته مرګ-ژوبله اړولې
نن ټکی آسیا: د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي،چې پرون ماسپښين په بلاهیر کلي کې یوه پخواني ښخ شوي ماین دوه تنه ملکي وګړي وژلي او نهه نور یې ټپيان کړي.
ویل کېږي، چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوې، کله چې له بازاره د کلي په لور را روان ټونیس موټر له یوې غونډۍ نه د ښوېیدلو له کبله له لارې وتلی او پر یوه خښ کړل شوي ماین ور برابر شوی.
د بلاهېر کلي یوه اوسېدونکي ویلي، چې ټپیان د ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي او شهیدان نن خاورو ته وسپارل شول.
د پېښي قربانیان ټول ملکي وګړي دي.