افغانستان

ارګ: ګډو ځواکونو په هلمند کې د نشه‌يي توکو اته کارخانې له منځه وړي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۶):تېره شپه د هلمند په موسی کلا، سنګین، نوزاد او کجکي ولسوالیو کې ګډو ځواکونو د نشه‌يي توکو اته کارخانې له منځه وړي دي.

له ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان حکومت د نشه‌يي توکو پر وړاندې ستره مبارزه پیل کړې او دغه عملیات یې پیل و.

په خبرپاڼه کې راغلي، په افغانستان کې سوله او ثبات له جرمي اقتصاد، د نشه‌يي توکو تولید، پروسس او قاچاق سره جدي مبارزې ته اړتیا لري او نشه‌يي توکي یې د جګړې او د «ترورېزم» عمده سرچینې یادې کړي دي.

د ارګ خبرپاڼه لیکي، د نشه‌يي توکو د پروسس د سرچینو په نښه کولو لپاره جدي تدابیر نیول شوي او په ټول هېواد کې به د نشه‌يي توکو د پروسس مرکزونه له منځه یوړل شي.

هلمند : امريکايانو په يوه ورځ درې ځله ولسي وګړي په نښه کړي

د خبرپاڼې له مخې، پرون شپه د هلمند په کجکي، نوزاد، موسی کلا او سنګین ولسوالیو کې د نشه‌يي توکو د پروسس د اته مرکزونو د منځه وړلو لپاره ګډو ځواکونو هوايي بریدونه وکړل.

خو د هلمند د نوزاد او موسی کلا ولسوالیو ځايي خلکو نن ټکی اسیا ته ویلي، چې تېره شپه ګډو ځواکونو د ولسي خلکو پر کورونو بمبار کړی، چې له امله یې د ولسي خلکو ۷ کورونه ویجاړ شوي او ۱۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې سازمان اعلان کړی و، چې د تېر کال په پرتله سږکال د نشه‌يي توکو په تولید کې ۸۷ سلنه ډېروالی راغلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حذیفه

عجيبه ده د تروريزم دمالي سرچینو منابع يې ذکر کړي خو د صلیبیانو د مالي سرچینو د تولید منابع یې ندي ذکر کړي چي دا صلیبیان مالي سرچیني له کومه کوي چی د اسلام او مسلمانانو د له مینځه وړلو لپاره یې پکار اچوي، بله علی العجب خو دا ده چی امریکایان اوس مونږ ته زمونږ دین اسلام راښيئ چی په اسلام کښې څه جرم ده او څه نده جرم ،حلال څه ده او حرام څه ډیره د خندا وړ خبره ده ههههههه. د نشي توکو پروسسس پدي شرط چی نقص مسلمانانو ته ونه رسیږی او ټول زیان یې حربي… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x