افغانستان

په هلمند کې د ناټو د بمبار په اړه طالبانو د «ارګ اعلامیه» رد کړه

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۶): طالبانو هغه ادعا رد کړه چې ګواکي د ناټو الوتکو دي په هلمند ولایت کې د مخدره موادو پر مرکزونو بمبار کړی وی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته وویل چې ارګ غواړي د بهرنیو «یرغلګرو» ځواکونو جنایت، وحشت او پر ولسي خلکو بمبار پرده واچوي.

نوموړي ددې تر مخه نن ټکی اسیا ته ویلي وه چې بهرنیو ځواکونو په هلمند ولایت کې ۳ ځایه بمبارونه وکړل چې له امله یې درانده ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د نن ټکی اسیا د راپور سره سم په دغه بمباریو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او لږ تر لږه اوه کورونه تخریب شوي دي.

بلخوا د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په هلمند ولایت کې د تیرې شپې بمبارۍ د ناټو «غوڅ ملاتړ ماموریت» په مرسته تر سره شوي او د مخدره مواد د تولید مراکز یې په نښه کړي دي.

ناټو یا بشپړ ماموریت چې په افغانستان کې د بمباریو او جنګي ماموریت څخه ځان ګوښه بولي، دا یې لومړۍ ځل دی چې په ښکاره توګه ولسي اهداف په نښه کوي، ددې تر مخه ورته بمبارۍ اکثره امریکايي ځواکونو تر سره کولې.

د یادونې وړ ده چې د ناټو په تېر کانفرانس کې هم د دغه سازمان سرمنشي سټولټنبرګ ټینګار کړی وو چې دوی به افغانستان ته اضافي ځواکونه لیږي چې ماموریت به یې یوازي تر روزنې، مشورې او همکارۍ پوري محدود وي، خو دا لومړی ځل دی چې د ارګ په اعتراف په بمباریو کې برخه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x