نړۍ

دوهم تعقيب: اسلام اباد چاودنې ۹۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې، پاکستاني طالبانو دغه چاودنه غندلې

نن ټکی اسيا: نن سهار پر ځايي وخت شاوخوا اته نيمې بجې د اسلام باد سبزي او تازه ميوو ګډه منډۍ کې د يوې درنې چاودنې له امله ۲۳ تنه وژل شوي او اويا نور ټپيان دي.

ويل کيږي چې چاوديدونکي توکي د ميوې په يوه پيټۍ کې ځای پر ځای شوي وي چې، د خلکو د ګڼې ګوڼې پر مهال وچاوديدل. د مرګ ژوبلې په اړه ضد و نقيض خبرونه راغلي. د اسلام اباد دپوليسو مشر خالد خټک وايي چې، په دې چاودنه کې ۱۹ کسان وژل شوي او څلويښت ټپيان دي.
بل پلو د اسلام اباد د مرکزي روغتون وياند ډاکتر جاويد اکرم رسنيو ته و ويل چې، ۲۳ تنه وژل شوي او شاو خوا اويا کسان پکې ژوبل دي.

ډاکتر جاويد و ویل چې، د ځينو ټپيانو حالت د انديښنې وړ دی.
د پوليسو يو بل مشر سلطان عازم تيموري وايي چې، چاودنه کې پنځه کيلو چاوديدونکي توکي کارول شوي وو.
ښاغلي تيموري زياته کړه، دغه توکي د تازه ميوې په يوې پيټۍ کې ځای پر ځای شوي وو، چې، د خلکو د ګڼې ګڼو پر مهال چاودنه ورکړای شوې ده.
پاکستاني طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو ياده چاودنه غندلې او ويلي يې دي چې، بې ګناه او ولسي وګړي وژل شرعا ناروا دي او دوی هيڅکله هم داسې چاودنې او بريدونه نه کوي.
ځايي خبريالان وايي چې، چاودنه هغه مهال وشوه چې، په منډۍ کې شاوخوا ۷۰۰ کسان موجود وو. د يادونې وړ ده چې، نوموړې منډۍ کې د پاکستاني سوداګرو تر څنګ ګڼ شمېر افغانان هم کاروبار کوي. 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x