افغانستان

فریده نيکزاد: د ښځينه ژورنالېستانو وضعيت نور هم په خرابېدو دی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۶): د افغانستان د ښځينه ژورنالېستانو د ملاتړ ادارې ويلي، چې د ښځينه ژورنالېستانو فعاليتونه له ګواښونو سره مخ دي او وضعيت يې د پخوا په پرتله نور هم په خرابېدو دی.

د ښځينه ژورنالېستانو د ژغورنې د کمېټې مشرې فريدې نېکزاد نن په کابل يوې غونډې ته وويل، چې اوسمهال ۱۰۳۷ ښځينه ژورنالېستانې کار کوي، چې د تېرو وختونو په پرتله يې شمېر کې پاموړ کمی راغلی دی.

آغلې نېکزاد وويل: «د تېرو دوو کلونو په پرتله، چې موږ ګورو د ښځينه ژورنالېستانو فعاليت او شتون کم شوی، د کابل په پرتله په ولايتونو کې دغه شمېر ډېر کم شوی، ډېری ښځينه ژورنالېستانې خپل مسلک پرېږدي او نور کارونه پيلوي.»

فريدې نيکزاد که څه هم د ښځينه ژورنالېستانو د کمښت کره شمېر ياد نه کړ، خو د کموالي لامل يې په رسنيو کې له ښځو سره تبعضي چلند، کلتوري جبر، امنيتي ګواښونه او ورته نور مسائل ياد کړل.

د کابل د ژورنالېستانو د اتحاديې يوه غړي نن ټکی اسيا ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چې په رسنيزو ادارو کې ډېری سړي او ښځينه ژورنالېستان د خپل مسلک او کاري وړتیا پر ځای په واسطو ټاکل کېږي او په ادارو کې هم ډېری سړي ژورنالېستان له ښځينه وو همکارانو سره ناوړه چلند کوي، د هغوی له کمزورۍ ګټه پورته کوي او ډېری وخت د رسنیزو ادارو د مشرانو او مسوولينو له لوري له جنسي ځورونو سره هم مخ کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x