ټکنالوژي

د فضا په تاریخ کې تر ټولو ستره فضايې بېړۍ !!!

مفتي احسان الله …

د انساني طبېعت پر بنا انسان همیشه د معلوماتو په لټه کې لګیا وي ، له زمکي او اوبه نه علاوه له ډیره پخوا د فضا د څېړنې تلوسه هم لري ، تر دې پوري چې د ستور پوهني ماهرینو خپل ټول ژوند دې ته وقف کړی ، چې د فضا معلومات تر لاسه او له عجائبو نه ځان او نړۍ خبره کړې ، خو له دېنه تر ټولو ښه فایده مسلمان کهول ترېنه اخیستلای سوای ، چې د الله پر معرفت ، قدرت او د کون پر وسعت باندي قایل او بالآخر ورته په فکر کولو مجبور سي .

﴿وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذَا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ﴾ [آل عمران: 191]

ژباړه:

او دوی فکر کوي په پیدایښت د اسمانو او زمکو کې ، (او وايې) زموږ ربه! دا دي عبث ندي پیدا کړي ، تا لره دي پاکي وي ، موږ د اور له عذاب وساتې .

د دې په لړ کې فضا ته دومره فضايې بېړۍ توغولې سوي دي ، چې اوس دا کوښښونه کیږي ، چې هلته له کاره لوېدلې سپږمکۍ را ټولي او فضا ترینه پاکه کړي ، د دې مهم لپاره جاپان د یوه الماسي جال لرونکي بېړۍ خبره هم كړېده .

خو د فضا په تاریخ کې تر اوسه تر ټولو ستره بېړۍ چې امریکايې اداري ناسا ترینه خبره کړي ، هغه د انفیسات “Envisat” په نامه اورپايې فضايې بېړۍ ده ، چې 8200 کیلو ګرامه وزن لري ، د زمکي پر خواوشا يې په خپل مدار کې 10 کاله کار کړی ، او دغې بېړۍ چې زمکي ته کوم معلومات را استولي ، تر اوسه په 2500 علمي مجلسو کې ورباندي بحث سوی دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عصمت مديزى

نوى معلومات راواستوى مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x