
مینه انتظار: د ټولې کورنۍ د غړو دوژلو اخطار راکړل شو
په کندهارکې مېشته لیکواله او شاعره مینه انتظار وايي چې د دوی په کور داړه وهونکي جاجو قوماندان ورته د کورنۍ د ټولو غړو د وژلو اخطار ورکړی دی. جاجو د سه شنبې په شپه د یادې شاعرې په کور له خپلو اوو تنو سره داړه وهلې اوغوښتل يې چې د دوی کور تورسرې پوستې ته بوځي، د مينې په خبره دوی جنجال جوړ کړ او پولیس له ویرې وتښتېدل، خو جاجو يې پکې پېژندلی دی.
د نوموړي قوماندان پوسته د دوی له کورسره په څومترۍ کې پرته ده. جاجو هم په خپل فیسبوک کې پېښه مني خو دا ډول نوعیت يې نه مني، دنوموړي په خبره موږ يې په سر پړونی اچوو، خو دا يې لرې کوي.
بل پلوه مینه انتظار د خپلې دعوې د ثبوت لپاره وايي چې په فیسبوک کې له خپرولو وروسته د دوی کورته په غرمه کې جاجو ورغلی او د کور ټولې ښځمنې يې وهلې دي. چې د دې په خبره د بشري حقوقود کمیسیون غړو يې د ټپونو عسکونه اخيستي دي.
مینه انتظار د خپلې دعوې د ثبوت لپاره وړاندې وايی:(تاسي که رښتيا حق طلبي ياست تاسي و خدای يو ځل خو د کندهار ښار د اولي حوزې پر شا وخوا د چوڼۍ په سیمه کي او د اتمي حوزې په مربوطاتو کي د عامو خلکو څخه د جاجو په اړه او د هغه د ظلمونو او بې ناموسيو په اړه وپوښتئ. حقيقت به زه نه دوی درته ووايي.
چارواکو ولي د جاجو سپيناوی کوي. دا هغه ظالم دی چي دوه نفره به يې پر موټر سيکل ونيول په عام بازار کي به يې د موټر سيکل ګرم سلنسر په موچاوه. سپین ږيري خلک يې په عام بازار کي ډبولي دي. تاسي خو د عامو خلکو څخه د جاجو په اړه وپوښتئ.)
یاده دې وي چې په فیسبوک ځينې فعالان د یادې شاعري د قضيې سپیناوی غواړي. پخپله مینه هم لیکي:
(د ملي رسنيو خبريالان کولای سي، راسي زما او زموږ د کورنۍ له ټولو ښځينه غړو سره مرکې وکړي. د موضوع مکمله پلټنه وکړي، تر څو د کندهار د امنيتي چارواکو هغه بې بنسټه تورونه غلط ثابت کړي چي سمدلاسه يې پر موږ تړي.)