نړۍ

کوټه : په پښتون مېشتو سيمو کې د چاپې وروستي جزئيات

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۶):د کوټي ښار اړوند په پښتون ميشتو سيمو کې تېره ورځ د پاکستان استخباراتي ، پوځي او نورو ادارو ګڼو ځواکونو ستره چاپه ووهل.

هغه مهال د بلوچستان حکومتي چارواکو د کوټي په پښتون ميشتو سیمو کې د ستري چاپې پخلی وکړ او ويل يې چې نن ورځ تر لمر لوېدو پوري به د دوی پلټني رواني وي.

په عملياتو کې د پاکستاني ځواکونو شمېر شاوخوا يوولس سوه تنه ښودل شوی وو.

پاکستانۍ ايکسپريس ورځپاڼي د کوټي په پښتون میشتو سیمو کې د تیري ورځي د عملياتو اړوند ليکلي: (( په سيمه کې د دا ډول عملياتو تر سره کول د پاکستاني ځواکونو لپاره ننګونه وه ، د عملياتو په مهال د سيمي مخور ، د مسجد ملا امام او نورو له پوځيانو سره د تلاشۍ په مهال مرسته کول ، نژدې د ۱ ميليون روپيو روغتيايي دواګاني او تحائف د عملياتو په مهال له چارواکو سره وړل شوي وو تر څو يې د سيمي پر اوسېدونکو وړيا تقسیم کړي ، د ښځينه او نورو مرستندويه کارکوونکو په شمول شاوخوا ۱۱۰۰ تنو د عملياتو پلان په مخه وړی ، نژدې ۳ زره کورونه وپلټل شول چې د اوسېدونکو شمېر يې له ۲۱ زره تر ۲۳ زرو رسيږي ، عملياتو تر لمر لوېدو دوام وکړ او د عملياتو له ختمېدو سره سم پر وړوکو ماشومانو د ساعت تیري وسائل ووېشل شول)).

پاکستاني رسنيو د خپلو چارواکو په وينا د عملياتو يوازنۍ موخه په سيمه کې د ترهګریزو فعالیتونو مخنيوی یاد کړی.

د کوټي د پوليسو مشر عبدالرزاق چيمه چې د عملياتو مشري يې په غاړه وه پاکستاني رسنيو ته وويل: د پلټنو په پایله کې حکومتي ځواکونو ۲۴ تنه ناثبت افغان مهاجرین ، ۳۰ تنه شکمن کسان او همدا راز ۲ میله توپنګچې نیولي.

د سيمي اوسېدونکو او عيني شاهدانو هغه مهال نن ټکي اسيا ته ويلي وو چې پښتون آباد ، مغل آباد ، عثمان قلعه ، ميټهاچوک ، بند ميټهاچوک ، جتک اسټاپ ، د چالو باوړۍ د مانده شمال طرف او نوري سيمي د پوځيانو له لوري تر بشپړ پوښښ لاندي ونيول شوې ، د خوشحال روډ په امتداد د شمال او جنوب لوړ طرف ته ټولي کوڅې بندي شوې او د کورونو تلاشي پيل شول.

دا ستره چاپه داسي مهال وهل کيږي چې په تېرو نژدو ورځو کې د کوټي ښار په نوي کلي او چمن هاوسینګ سیمو کې د پوليسو دوه تنه لوړ پوړي چارواکي(شکیل صابر او محمد الیاس) په بېلا بیلو بريدونو کې ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x