کابل: د پوهنتون لیلیه کې يوې محصلې ځان وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه ۲۹م لړم ۱۳۹۶ل): د کابل پوهنتون لیلیه کې د وترنري پوهنځي محصلې ځان وژنه کړې ده.
عیني شاهدان وايي نن مازیګر مهال د زهرا په نوم د وروستي کال محصلې پخپله خونه کې ځان وژلی دی.

زهرا چې د دایکندې ولایت اوسېدونکي وه، د خپل پايليک « مونوګراف» د پرلپسې رد له امله یې ځان وژلی دی.

د زهرا ټولګیوال وايي د هغې د پایلیک لارښوود استاد شپږ ځلې د دې لیکلې خوارې ور رد کړه، چې بالاخره يې ځان وواژه.

تر اوسه د زهرا د کورنۍ نظر نه دی رسنیز شوی، خو د شنونکو په باور په دې برخه کې د استادانو اخلاقي چلند هم له پامه نه شي غورځېدلی.

پر ياد پوهنتون سربېره په ګڼو ښوونیز ادارو کې ښځينه برخه والو له ناسم چلنده پرلپسې سر ټکولی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د