fbpx

سعودي: علماء په زندانونو او یهودان په مسجد نبوي کې / انځورونه او تفصیل

نن ټکی اسیا (دوشنبه ۲۹م لړم ۱۳۹۶ل): د ټایمز آف اسرائیل په نامه ویب پاڼه کې کالم لیکونکی «بین تسیون» پر خپل انسټاګرام هغه انځورونه نشر کړي چې په دې وروستیو کې يې په سعودي او مسجد نبوي شریف کې دننه اخیستي دي.

نوموړي دغه انځورونه د انسټاګرام پر اکاونټ خپاره کړي او په ټویټر کې یې د عربانو ضد او نقیض غبرګونونه را پارولي دي.

د ترکي الشلهوب په نامه د ټویټر مشهور فعال لیکلي: څومره د شرم خبر ده! علماو او شریف خلک په زندانونو کې او صهیونیستان (غاصب یهودان) په مسجد نبوي کې.

ګمان کیږي چې یهودي لیکوال به په ریاض کې د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان په نامه د خیریه موسسې په فعالیتونو کې ګډون کړی وي، ځکه چې ځیني انځورونه یې د هغې غونډې هم خپاره کړي چې د نومبر پر ۱۵ او ۱۶ په ریاض کې تر سره شوه او سعودي رسنیو داسي ابلاغول چې دا غونډه په نړیواله سطحه د ځوانانو تر ټولو مهمه غونډه وه.

بن تسیون په اړه ویل کیږي چې نه یوازي لیکوال دی، بلکي سخت دریځی یهودی هم دی، د سخت دریځه یهودي سیاسي ګوند «زیهوت یهودیت» غړی دی او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ټاکنو کې له همدې ګوند څخه د اسرائیل پارلمان ته کاندید شي.

نوموړي په خپلو انځورونو کې ځیني داسي هم خپاره کړي چې په مسجد نبوي کې دننه اخیستل شوي، چیري چې د اسلامي اصولو او د سعودي حکومت د رسمي قانون سره سم غیر مسلمانان نشي ننوتلای.

نوموړی د مسجد نبوي دننه څخه دوه انځورونه خپاره کړي چې په یوه کې يې بسته په لاس کې ده او پر هغې باندي په عبري (یهودۍ) ژبه یو څه لیکلي دي او دی ورته په ګوته اشاره کوي او په دوهم انځور کې یو سعودی ورسره ولاړ دی او سیلفي انځور اخلي.

نوموړي ددغه انځور سره لیکلي چې زما ګران ورور عبدالعزیز .. زمونږ نسل ته لازمي ده چې د یهودو او عربي نړۍ تر منځ پلونه جوړ کړي، یو وار او د ټولو عمر لپاره..

یو بل انځور چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د انځور مخته یې د دوو سعودي انجونو سره اخیستی دی، او ورسره لیکلي يې دي: انجوني په سعودي او منځني ختیځ کې ډیرې ښې، په موډ برابري او له دننه څخه ښایستې دي.. او خویندي یې بللي دي.

په یوه بل انځور کې د هغه سره لویه توره ده او د سعودي د یوې کلتوري ډلې سره ولاړ دی.

که څه هم د نوموړي په انځورونو کې د کعبې شریفي د شاوخوا انځورونه نه ښکاری خو په ټویټر کې ځینو فعالانو د انځورونو د کتلو وروسته ویلي چې هغه مکې مکرمې ته هم تللی دی.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د سعودي او اسرائیل تر منځ د تودو اړیکو ډېر خبرونه ورکول کیږي خو سعودي يې په اړه چوپه خوله دي او په رسمي ډول هیڅ نه وايي، خو په ټولنیزو پاڼو کې حکومت ته نیژدې کسان د اسرائیل سره اړیکې د وخت ضرورت بولي او دفاع ځیني کوي.

بلخوا ډیری هغه علماء چې د حکومت وروستی سیاستونو په اړه یې خاموشي اختیار کړي وه، یا بندیان شوي او یا هم به خپلو کورونو کې نظر بنده او د هر نوعه دعوتي او دیني فعالیت څخه منعه شوي دي. ویل کیږي چې د سعودي حکومت ددغه علماو څخه غوښته چې باید د حکومت وروستی سیاستونه تایید کړي خو هغوی چوپتیا غوره بللې وه.

نور او معلومات د هغه پر اکاونت:

https://www.instagram.com/ben.tzion/

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی
میلمه
عبدالولی

داسی ښکاری چه دا یو اتهام نه بلکه یو حقیقت دی چه د #### سعود ریښه یوه یهودی ریښه ده.
د حق او باطل د جبهې د تشخیص او ټاکلو چمتووالی باید په ځان کی ژوندی کړو.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دا لویه خبره نه ده چه یو یهودی یا بل کوم کافر حرمینو ته لیار پیدا کوی، زه نه وایم چه ښه کار دی حتی منع کول یی د مسلمانانو مسولیت دی ، مګر دغه منع کول فلسفه لری چه ولی باید منع شی فلسفه یا اضرار یی همدا چه کفار او په ځانګړی ډول تش په نامه یهودان انسانی شیاطین دی د مسلمانو په زړونو کی نفاق ، شقاق او وسوسی زیږوی په ځانګړی ډول هغه مسلمانان چه د دغه حرمینو به شاوخوا کی قرار لری. ښه مثال یی د همدغه خبیث تصویر دی قصدا یی ځان داسی وانمود… نور لوستل »

محمد حذیفه
میلمه
محمد حذیفه

هغه په ځینو نبوي احادیثو کښې راځي چی په آخره زمانه کښې به یو بد اخلاقه او فاحش انسان د سفیاني په نوم په جزیرة العرب کښې راوځي د اکثره عربي جزیري واګي به په لاس کښې نیسئ او په دین کښې به قسما قسم فسادات کوي، دا چی د قیامت د راتللو اصل وخت او زمان یوازی او یوازی الله متعال ته معلوم ده او څو ک نشي کولای چی دقیامت د راتللو نه مخکښی علایمو لپاره کوم چي په نبوی آثاروکښې وارد شوي دقیق او معین زمان وټاکي، خو بیا هم څومره چی زه د خپل قاصر علم… نور لوستل »