ټولنیزه برخه

نېټ ورک – ژباړه: ظاهر عمار

د خوړو روک مې راکش کړ، د غوښې يوه ټوټه مې ترې راواخيسته؛ خو همدا چې شوڼدو ته مې نږدې کړه، شکی شوم، ما ويل ګوندې حلاله نه وي، بېرته مې په روک کې کېښوده او هاخوا دېخوا په کتو شوم. په بهرنيو هوايي شرکتونو کې دا يوه عادي خبره ده، دوی د حلالو او حرامو توپير نه کوي، په ځانګړې توګه غوښې يې تر ډېره حرامې وي. بېرته په خپل سيټ کې کېناستم او ډډه مې ووهله، ترڅنګ مې د منځني عمر يو ښايسته امريکايی ناست و، په خوند خوند يې خوراک کاوه، موږ له نيويارکه شيکاګو ته روان وو، زه بايد يوه ورځ په شيکاګو کې تر اوسېدو وروسته له هغه ځايه وتلی وای. له خوراکه هم چاره نه وه، بايد يو څه مې خوړلي وای؛ خو په الوتکه کې په دې اړه له لويې ستونزې سره مخ وم، يوه اوږده سا مې واخيسته او سترګې مې پټې کړې…

وروره! دا خوراک حلال دی، خوړلای یې شې! ناڅاپه مې دا غږ واورېد، ترڅنګ ناست امريکايي په خندا راته کتل، زما په سترګو کې يې حيرانتيا ولوسته، بيا يې وويل: وروره! دا خوراک حلال دی! ما ترې وپوښتل: نو له کومه پوه شوې چې حلال دی؟! خپل ډبی يې کېښود، زما له روکه يې د خوړو ډبی راواخيست، د هغې پر يوې څنډه يې ګوته کېښوده او ويې ويل: دا دی دلته يې ليکلي: حلال! زه په ريښتيا چې حيران شوم!

په ډاډه زړه مې خوراک پيل کړ او په دې لړ کې مې ترې د هغه د هېواد په اړه پوښتنه وکړه، راته يې کړه: زه د امريکا اوسېدونکی يم؛ خو اوسمهال په آيرلينډ کې مېشت يم، په وېره مې ترې وپوښتل: مسلمان يې؟! په لوړ غږ يې الحمدلله وويل او بيا يې زیاته کړه: زه اووه کاله مخکې مسلمان شوی يم، نن سبا عربي ژبه زده کوم. زما حيرانتيا لاپسې زياته شوه، ترې ومې پوښتل: نو په امريکايي هوايي شرکتونو کې حلال خواړه له کومه شول؟! په خندا يې وويل: زه چې کله هم په کوم هوايي سفر روانېږم، د الوتکې آشپزخانې ته زنګ وهم او د پنځو حلالو خوراکونو فرمايش ورکوم. ما ترې وپوښتل: پنځه ولې؟! د هغه ځواب ډېر ناشنا و، ويې ويل: په امریکايي الوتکو کې عموما څلور پنځه مسلمان مسافرين هم وي، زه د خپلې مسلمانۍ له امله د هغوی ستونزه درک کوم، کله چې په الوتکې ته پورته شم، له عملې يې پوښتم چې مسلمان مسافرين راوښيي، دا ځل هم چې کله الوتکې ته راپورته شوم، ستا نوم مې په لسټ کې وليد؛ نو ستا لپاره مې هم د حلالو خوړو فرمايش ورکړ او دا دی اوس يې خورې!  ما ترې وپوښتل: نو د الوتکې عمله د مسافرينو لسټ څنګه درکوي؟! په خندا يې وويل: زه په (FBI) کې کار کوم او زما د دندې کارت دا کار راته آسانوي!

هغه عبدالله و، پخوانی نوم يې ايډم و، هغه په آيرلينډ کې اوسېده؛ خو دا مهال يې دنده په نيويارک کې وه، شيکاګو ته د زده کړو لپاره روان وو، د هغه د اسلام راوړلو کيسه هم د هغه د شخصيت په څير عجيبه وه، زياته يې کړه: هغه يو ټيلي کام انجينر و، په يوه شخصي کمپنۍ کې يې کار کاوه، مور يې مړه وه او پلار يې هم بوډا شوی و، پلار يې هغه مهال د عمر خوړليو کسانو په یوه ساتنځای کې شپې ورځې سبا کولې. ايډم له خپلې محبوبې سره وران شو، هغه ترې ولاړه، دی يې په غم کې سرګردانه و او دې سرګردانۍ د شرابو يوه کلب ته وردننه کړ، خپله دنده يې له لاسه ورکړه ټوله شپه به يې په کلب کې په شرابو څښلو ته تېره کړه او کله چې به بې هوښه شو، د کلب څښتن به له پښو ونيو او په کشولو کشولو به يې د سرک پر غاړه پرېښود. يوه شپه چې د سرک پر غاړه پروت و، يو کس پرې تېرېده، زړه يې پرې وسوځېد؛ نو له ځانه سره يې خپل کور ته بوته، غسل يې ورکړ، پاکې جامې يې ور واغوستې او په نرمه بستره يې ويده کړ، ايډم چې سهار له خوبه راويښ شو، په پردي کور کې پروت و، سر ته يې هماغه محسن کس موسکی ولاړ و، ايډم خپل عادت پرېنښود، هره شپه به د شرابو کلب ته ورته، شراب به يې وڅښل او بې هوښه به شو، د کلب څښتن بیا پر سرک پرېښود، همغه محسن کس به پرې هره شپه برابرېده او له ځانه سره به يې خپل کور ته بوته؛ خو ايډم د دې پر ځای چې د هغه مننه وکړي، پر هغه به يې غوسه کوله او راټه به يې، هغه سړي دې خبرو ته پام ونه کړ او خپلې ښېګڼې ته يې هره شپه دوام ورکاوه، ايډم یوه ورځ فکر وکړ چې دا سړی ولې له ما سره دومره ښېګڼه کوي؟! ترې ويې پوښتل چې ته څوک يې؟ هغه ورته وويل: زه فلسطينی مسلمان يم او نوم مې عبدالله دی، دلته په يوه دوکان کې کار کوم او بيا يې ورته په اسلام کې د ښېګڼې اهمیت بيان کړ. ايډم د اسلام مطالعه شروع کړه او زړه ته يې ننووت، ايمان يې راوړ او عبدالله نوم يې ځان ته غوره کړ، فلسطينی عبدالله ورته په اسلام کې د مور او پلار د خدمت ارزښت بیان کړ، ايډم د خپل پلار ليدنې ته ورغی، هغه يې د غمر خوړليو کسانو له ساتنځای نه راوويست او کور ته يې راووست، هغه او عبدالله به په ګډه د هغه خدمت کاوه، سپين ږيری پلار يې د خپل زوی او عبدالله له دې کاره سخت اغېزمن شو، هغه هم د اسلام مطالعه شروع کړه او له مرګه شپږ مياشتې وړانديې ايمان راوړ.

د ايډم کيسه راته ډېره عجيبه وه، ما ترې وپوښتل چې ښه اوس نو څه کوې؟ راته ويې ويل: موږ دا مهال په امريکا کې يوه دعوتي شبکه (نېټ ورک) لرو او له هغې لارې خلک اسلام ته رابولو. ما ترې وپوښتل: نو تر اوسه دې ږيره ولې نه ده پرېښې؟ هغه وويل: که مو ږيره پرېښوده، بيا خلک زموږ خوا ته نه راځي او خبرې مو نه اوري، موږ د خپلو اعمالو او خدمت له لارې خلکو ته اسلام ورپېژنو، تر اوسه مو د همدې هڅو په لړ کې ډېر امريکايان اسلام ته داخل کړي او کارونه مو الحمدلله پر مخ روان دي.

د هغه خبرو ډېر اغېز راباندې وکړ، هغه له دننه عبدالله او له دباندې ايډم و!

پاکستانی کالم ليکوال؛ جاوید چوهدري

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x