د انډرایډ مبایل د بیټرۍ ختمونکې اپلیکیشنې

نن ټکی اسیا (سې شنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۶ل) د سمارټ فونونو له زیاتیدو سره دا ستونزه هم زیاته ده چې هر څوک مبایل کې له چارج نه لرلو څخه سر ټکوي، دا کومه بله ستونزه نه ده بلکې ستاسې خپل موبایلونه دي چې چارج مخکې له وخته ختموي، ددې لامل په مبایل کې د ځینو اپلیکیشنو ساتل دي چې له چلولو پرته هم چارج وهي، دا اپلیکشنې په لاندې ډول دي:

کینډي کرش ساګا candy crush saga

کینډي کرش یو له ډیرو استعمالیدونکو ګیمونو څخه دی، او تقریبا له هر چا سره موبایل کې موجود وي، دا اپلیکیشن یواځې ډیر ځای نه نیسي بلکې ډیر چارج هم وهي.

پیټ ریسکیو ساګا pet rescue saga

زر چارج ختمونکو اپلیکیشنو کې په دوهم نمبر دغه اپلیکیشن دی، دغه ګیم له انټرنیټه متصل کیږي، هم مو انټر نیټ ختموي، هم مو چارج ختموي او هم مو د مبایل حافظه ختموي.

کلیش اف کلینس cash of clans

دغه اپلیکیشن په چارج ختمولو کې له هیڅ بل اپلیکشنه کم نه دی، له مبایل یې بلکل ختم کړئ.

ګوګل پلی سروس google play service

د بیټرۍ ختمونکو اپلیکیشنو څخه یو هم ګوګل پلی سروس دی، کوښښ وکړئ له مبایل څخه یې لرې کړئ.

او ایل ایکس OLX

د پیریدلو او اخیستلو دغه نړیوال اپلیکیشن د سوداګرۍ لپاره ګټور دی خو د مبایل چارج لپاره ډیر زیات تاواني دی.

فیس بوک

د ټولنیزو رسنیو تر ټولو ډیر مشهور او زیات استعمالیدونکی اپلیکیشن تقریبا د نړۍ په ټولو سمارټ فونو کې نصب/انسټال دی، دغه اپلیکیشن ځای کم نیسي خو په چارج وهلو کې تر ډیرو مخکې دی.

واټساپ

د پیغام لیږلو له لحاظه تر ټولو ښه اپلیکیشن دی، خو د استعمال پر وخت د بیټرۍ چارج ختموي.

انډرایډ ویدر اینډ کلاک Android weather and clock

د موسم او وخت ښودلو دغه اپلیکیشن هم د بیټرۍ چارج ختموي، کوښښ وکړئ له نصب کولو یې ډډه وکړئ.

همدا رنګه نورې اپلیکشنې چې له ضرورته پرته مو مبایل کې پاتې وي له منځه ویسئ، څو مو مبایل ډیر چارج وکړي او له نورو ستونزو خلاص اوسئ!