افغانستان

عبدالستار سیرت د سولې جبهه جوړوي

د لومړنیو ټاکنو نوماند او سیاسي څېره عبدالستار سیرت وايي چې په هېواد کې د ‏سولې د هڅو اړوند باید دښکېلو غاړو پرځای بې پرې کسان وټاکل شي. نوموړی له امریکا نه له ځینو ‏بهرمېشتو افغانان سره یوځای کابل ته راغلی او غواړي بې پرې د سولې جبهه جوړه کړي.

نوموړی به ‏له با نفوذه شخصیتونو سره هم لیدنه وکړي.‏
دوه كاله مخكې د دې جبهې د جوړيدو غږ خپورشوى و؛ خو داسې ښكاري، چې دا ځل به عملي گام ‏پورته شي.‏
کله کله له رسنیو نه داسې راپورونه خپاره شي چې ګواکې له طالبانو سره خبرې تریو بریده رسېدلې ‏دي، په داسې حال چې طالبانو پرلپسې داسې راپورونه رد کړي دي. ‏
که څه هم اټکل کېږي، چې عبدالستارسیرت یو بې پرې څوک دی اوغواړي یاده جبهه له بې پري ‏کسانو جوړه کړي.مګریاده دې وي چې عبدالستار سیرت د بن کنفرانس غړی و، چې طالبان يې په ‏هېواد د حملي کولو اجازه ورکوونکي ګڼي.‏

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x