افغانستان

دفاع وزیر طارق شاه بهرامي واشنګټن ته تللی

نن ټکی اسیا (سې شنبه ۳۰م لړم ۱۳۹۶ل): د افغانستان د دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي واشنګټن ته تللی.

له پنټاګونه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې جنرال بهرامي د سویلي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتېژۍ د یوې برخې د څېړلو په موخه واشنګټن ته رسېدلی دی.

خبرپاڼه وايي، جنرال بهرامي د امریکا د دفاع وزارت مرستیال پیټرشنان سره کتلي او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې کړي دي او د افغان ځواکونو د تجهیز او تمویل غوښتنه یې ترې کړې ده.

د دفاع وزرات سرپرست وزیر جنرال طارق شاه بهرامي داسې مهال واشنګټن ته سفر کوي، چې تېره اوونۍ د ګډ حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم واشنګټن ته تللی و.

د ګډ حکومت د دفاع سرپرست وزیر داسې مهال له امریکايي چارواکو د افغان ځواکونو د تجهیز او تمویل غوښتنه کړې، چې له دې وړاندې امریکايي او ناټو ځواکونو ویلي وو، چې دوی به یوازې افغان ځواکونه روزي او په جګړه کې به نه ښکېل کېږي؛ خو تېره ورځ یې د هلمند پر څلورو ولسوالیو بمبار وکړ او لس ملکي وګړي یې ووژل او اووه کورونه یې ویجاړ کړل.

ارګ په هلمند کې شوي عملیات د نشه‌یي توکو د کارخانو یادوي؛ خو ځايي خلک وايي چې د ملکي وګړو کورونه په نښه شوي او وژل شوي ټول ملکیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x