شعبان، ژباړه:محيب رحمتي

shaabanد حضرت محمد (ص) ارشا دى :

– روزه د الله رب العزت مياست ده  او شعبان زما مياست ده.

شعبان د نبي (ص) تر ټولو زياته خوښه مياست بلل كېږي، په دې مياست كي به نبي (ص) روزې نېولې او عبادتونو به يې كول، د دې مياستي نوم شعبان ايښودلو يوه  وجه دا هم كېداى سي، چي د دې مياستي د خير و بركت د عمل په وجه موږ الله تعالى ته نزديوالى غواړو،

دا مياست نبي (ص) ځان ته په منصوبولو سره اعلان كړې ده، چي دا مياست د الله تعالى د عبادت او اطاعت خاص مياست ده.

د نبي كريم ص دا معمول و، چي په دې مياست كي به يې روزې نيولې، تر هغو چي له روزې سره به يې ګډي كړې، حضرت عايشه رض وايي، ما نبي (ص) په شعبان كي له روزې سوا په بله مياست په روزه نيولو نه دى ليدلى، يو بل روايت هم راغلى دى چي نبي (ص)په نزد دروزې نيولو مياست تر ټولو محبوبه مياست شعبان وه.

د دې مياستي ارزښت دا دى، چي په دې مياست كي د هر چا اعمال الله تعالي ته وړاندي كيږي، د نبي (ص) په دې مياست كي د روزې نيولو يو وجه دا هم كېداى سي چي روزه يوازي د الله تعالى لپاره ده چي د هغې اجر هم الله تعالى وركوي، او دا اجر د روزې په حالت كي له لس څخه اويا واره زيات دى، يو بل ځاى داسي هم ليكل سوي دي، چي په روزه كي دا اجر له اوياوو څخه اووه واره زياتېږي.

يوه صحابي د نبي كريم په خدمت كي عرض وكړ:

– ته خو انسان په هغه درجه كي يې، چي د هغه هيڅ سارى نسته، بيا ته ولي په دا دونه عبادت  كي مبتلا يې ؟

نبي اكرم صلی الله علیه وسلم ور ته وويل :

– خلك د دې مياستي له عظمت څخه غافله دي، دا مياست د رجب المرجب او د روزې په منځ كي واقع ده، په كومه چي د مخلوق اعمال د الله په حضور كي وړاندي كيږي، زه غواړم چي زما اعمال د يوه روزه دار په صفت سره وړاندي سي.

حضرت عايشه رض وايي، نبي (ص) د شعبان ټوله مياست روزه نيوله، يو وار ما له نبي (ص) څخه وپوښتل :

– ته له نورو مياستو څخه په شعبان كي روزه نيول ولي خوښوې؟

نبي (صلی الله علیه وسلم) و ويل :

– په دې مياست كي د سږ كال د مړه كېدونكو خلكو مرګ ليكل كيږي، زه غواړم چي د مرګ حكم مي د روزه نيونكي په حالت كي وليكل سي.

د شعبان په مياست يوه شپه چي په پنځلسمه شپه راځي، برات ورته وايي، شب د شپې په معني او د برات مطلب خلاصون دى، علما كرام ليكي، دا ده ګناهونو او مصبتونو څخه د خلاصون شپه ده.

لكه څنګه چي د ژونديو انسانانو لپاره دوه اخترونه يعني كوچنى او د لوى اختر شپې راځي، همدا راز د فرښتو لپاره هم دوې شپې راځي، يوې ته ليلة القدر او بلي ته ليلة البرات وايي، په يو ځاى كي دا شپه له ګناهونو څخه د ازادۍ هم ليكل سوې ده، په دې كي دوه ډوله خلك نه بخښل كېږي، مشرك او كينه ناك، د يوه بل فرمان له مخي په دې شپه كي د شپږو خلكو بخښنه نه كېږي، شرابي، شيطانت كونكى، د موسيقي الاتو غږونكى، د مور و پلار نا فرمان، قاطع رحم او مصور په دې شپه كي په راتلونكي كي د مړه كېدونكو كسانو نوم او حساب وكتاب ليكل كيږي.

دې له بركته ډكي مياستي نوم شعپان دى، يعني له شعبان سره معظم چي معنى يې عظمت والا ده، د دې عظمت ښه والى له دې خبرو ښكاري، چي نبي كريم (ص) دا مياست خپل ځان ته منصوب كړې ده، په دې مياست كي نفلي روزې ډېري ونيسئ.

الله تعالى دي موږ د دې مياستي په بركتو سره وبخښي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.