
د زمانې رنګ
زمانې دی رنګ بایللی
وختونه ګردجن شوي..
څرګندې دي له ورایه
د روان توپان ګردلې
دلته، زموږ د کلي
چم ګاونډ کې
اوسېږي یو څو بړيڅي…
دوی، ظاهراً انسانان دي
خو درون کې!
حیوانان.. درندګان دي
حیوانیت یې ستر عنوان دی
شرمولی یې انسان دی
دا مخلوق د ځمکې ندی
دا راغلي له بل ځایه..
د دوزخ له کندو وتي
دا هغه ځناور دي
چې ځناور ورته حیران دي