افغانستان

ننګرهار: ګډو ځواکونو د ديني عالم په ګډون ۷ تنه ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسيا (سې شنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۶): د ننګرهار ولايت په شيرزادو ولسوالۍ کې افغان او امريکايي ځواکونو شپني عمليات کړي، چې پر مهال يې د يو ديني عالم سربيره ۷ تنو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله او مالي زيانونه اړولي دي.

دغه عمليات تېره شپه د يادې ولسوالۍ د مرکخېلو سيمه کې ترسره شوي دي.

د ننګرهار د معارف رياست يوې سرچينې نن ټکی اسيا ته وويل، نوموړی عالم مولوي شيرين دل نومېږي او په ياده ولسوالۍ کې د يوې مدرسې مهتمم و.

هوايي بريد کې روغتون ته پر لاره ويشتل شوی موټر

د هغه په وينا، دغه مدرسه د دولت سره رجستر شوې او زياتوي چې ګډو ځواکونو بيګا شپه د نوموړي عالم په کور چاپه اچولې د هغه د شهيدولو سربيره دوه تنه نور ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د سيمې يو تن اوسېدونکی ذبيح الله وايي، په دغه چاپه کې يو تن سخت ټپي شوی و او ځايي خلکو د شيرزادو ولسوالۍ سيمه ييز کلينک ته د تداوۍ لپاره وړلو چې په لاره کې د امريکايي الوتکو تر بريد لاندې راغلي او د ټپي په ګډون څلور تنه نور هم وژل شوي دي.

نوموړی زياتوي، ګډو ځوکونو دوه تنه ملکي کسان له ځان سره وړي او په خبره يې چې د عملياتو پر مهال يې د مولوي شيريندل کور هم په بمونو نړولی دی.

په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو شپني عمليات او هوايي بريدونه زيات شوي، چې ورسره د ملکي خلکو مرګ ژوبله هم ډېره شوې او په دغه ډول عملياتو کې ډيری عام خلک په نښه کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x