افغانستان

«۱،۲میلیونه ماشومان درانده کارونه کوي»

نن ټکی اسیا (سې شنبه ۳۰م لړم ۱۳۹۶ل):  د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت وايي، په ټول هېواد کې ۱،۲میلیونه ماشومان درانده کارونه کوي.

د دغه وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزی وايي، د تېرو کلونو په پرتله اوسمهال ماشومان ډېر سخت کارونه نه کوي؛ خو بیا یې هم شمېره ډېره لوړه ده.

د احمدزي په خبره، په بېلابېلو ځایونو کې ماشومان په کرنه، تولید، کانونو او مالدارۍ کې په کارکولو مجبور شوي او دوی ته په کم عمر کې ډېر درانده کارونه ورسپارل کېږي.

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت ویاند زیاتوي، تراوسه یې ۱۳زره ماشومان په وړکتونونو او روزنتونو کې شامل کړي او د درس ویلو ترڅنګ د بهرنیو ژبو زده کړه او بېلابېلې حرفوي زده کړې هم ورکول کېږي.

دی وايي، ډېری ماشومان د هغو کورنیو دي چې سرپرستان نه لري او کورنۍ یې خپل ماشومان مجبوروي چې سخت کارونه وکړي او کورنۍ ته څو پیسې یوسي.

د اساسي قانون د ۴۹ مادې پر بنسټ پر ماشومانو د کار تحمیل جواز نه لري؛ خو دلته بیا هم ۱،۲ میلیونه ماشومان درانده کارونه کوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو په تړون کې هم راغلي، چې حکومتونه باید ماشومان په داسې کارونو ونه ګوماري، چې د هغوی جسم، روزنې او ودې ته زیان ورسوي.

امریکا او ملګرو یې په تېرو ۱۶کلونو کې له افغان حکومت سره نږدې سل میلیارده ډالر مرسته کړې؛ خو دلته بیا هم زرګونه ماشومان په سختو کارونو بوخت دي او د زده کړې له حقه محروم شوي دي.

په هېواد سلګونه موسسې او بنسټونه د ماشومانو د حقونو په نامه فعال دي او د نړیوالو موسسو د مرستو سربېره د ګډ حکومت څخه هم ورته ځانګړې بودیجه ورکول کېږي؛ خو د دې سربېره زرګونه ماشومان درانده کارونه کوي او راتلونکې یې تیاره اټکل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x