نړۍ

د روسيې ګواښ: د ناټو لارې به بندې کړو

نن ټکی اسيا: مسکو ناټو ته ګواښ کړی چې، کيدای شي، افغانستان ته د روسيې له لارې د ناټو د اکمالاتو لاره بنده کړي.

د روسيې د امنيت او دفاع کميټې مشر ويکتور اوزروف ويلي چې، که ناټو روسيې سره خپلې مرستې او پوځي اړيکې وځنډوي، نو روسيه حق لري چې، افغانستان ته تلونکو پوځي سامانونو پر مخ له روسيې تېريدونکې لارې وتړي.

اوکراين او واشنګټن پر روسيې تور لګولی چې، د اوکراين په ختيځ کې ټولو ناراميو او شخړو ته لمن وهي.

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کيري ويلي چې، روسيه د اوکراين په ختيځ کې شخړې او نارامۍ راپورته کوي او دوی په دې اړه کره ثبوتونه لري چې، روسي چارواکي د اوکراين په ختيځ روسي ميشتي ځايونو کې لاسوهنه کوي.

د ناټو عمومي سرمنشي راسموسن ويلي چې، که روسيې په اوکراين کې له مداخلې لاس وانخيست نو ناټو به ورسره پوځي اړيکې وځنډوي.

د دې خبرو په مقابل کې د روسيې د امنيت او دفاعي کميټې مشر ويکتور اوزورف ګواښ کړی، چې، که ناټو له خپلې پريکړې په شا نه شوه نو دوی مجبور دي چې، افغانستان ته ليږديدونکو پوځي سامانو پر مخ د روسيې لارې وتړي.

ويکتور زياته کړه چې، د ۲۰۱۴ م کال امريکا او ناټو له افغانستانه وځي او خپل پوځي توکي به د روسيې له لارې انتقالوي. که ناټو په خپلې پريکړې له سره نظر ونکړ نو ټول تاوان به د امريکا او ناټو وي نه د روسيې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x