افغانستان

زابل: د افغانمل پرځای خیال محمد حسیني نوی والي ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (سې شنبه ۳۰م لړم ۱۳۹۶ل):  د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د زابل والي بسم الله افغانمل له دندې لرې کړی او پرځای یې خیال محمد حسیني د زابل نوی والي ټاکلی دی.

بسم الله افغانمل دوه کاله وړاندې د زابل والي ټاکل شوی و؛ خو ځايي خلک یې له کارونو خوښ نه وو.

درې ورځې وړاندې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د زابل قومي مشرانو سره په لیدنه کې ژمنه کړې وه، چې افغانمل به له دندې لرې کړي.

خیال محمد حسیني له دې وړاندې د ولسمشر غني په قومي چارو کې سلاکار و.

ویل کېږي افغانمل په زابل کې د داعش له سرسختو مخالفینو و او څو ځله یې پر اوسني حکومت توندې نیوکې کړې وې، چې د عملیاتو اجازه نه ورکول کېږي.

له دې وړاندې د پکتیکا پخواني والي عبدالکریم متین هم ویلي وو، چې د ملي امنیت ادارې په دې ولایت کې ځینو خلکو ته پیسې او وسلې ورکړي، چې د داعش په نامه راپورته شي، چې وروسته یې له دندې لرې کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x