
کابل: «بوش» بازار اور واخیست
نن ټکی اسیا (سې شنبه ۳۰م لړم ۱۳۹۶ل): د پلازمېنې کابل د دویمې امنیتي حوزې اړوند په بوش بازار کې اور لګیدلی دی.
ځايي خلک وايي، تراوسه لسګونه هټۍ سوځیدلي او د اور وژنې کارکوونکي هڅه کوي چې د اور مخه ونیسي.
«بوش بازار» په قوای مرکز سیمه کې دی او ډېر بهرني توکي پکې پلورل کېږي.
«بوش بازار» په ۲۰۰۱ز کال کې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبیلو بوش په وخت کې پرانېستل شوی او تر ډېره د بهرنیو ځواکونو اړوند توکي پکې پلورل کېږي.
تراوسه د مرګ ژوبلې کوم خبر نه دی ورکړل شوی؛ خو ویل کېږي چې مالي زیانونه یې ډېر اړولي دي.