افغانستان

ابراهیمي: طالبانو د ملې شورا پر ودانۍ د برید تکل کړی

نن ټکی آسیا: د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي وايي، دوی ته د امنیتي او کشفي ارګانونو له لورې داسې خبرونه رسېدلي،چې ګواکې طالبان د ولسې جرګې او مشرانو جرګې پر ودانیو د ډله یېز برید لپاره چمتووالی نیسي.

نوموړي له ټولو وکیلانو او سناتورانو غوښتي دي، چې په دې اړه بیدار اوسي او همداراز دې له امنیتي ارګانونو سره همغږي لا زیاته کړې.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو د وروستیو څو کلونو په ترڅ کې د پلازمېني په زړه کې او اطراف کې پر موټر بم بریدونو سربېره؛پر ګڼ شمېر مهمو دولتي او خارجي تاسیساتو خونړي او ډله یېز بریدونه ترسره کړي، چې تر ټولو وروستی هغې يې له انتخاباتو اېله څه ورځې وړاندې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پر دفتر پنځه ساعته او د کورنیو چارو په وزارت د یو تن له لورې برید و، چې درانه مالي او ځاني تلفات یې له ځانه سره لرل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x