افغانستان

د ناټو عمومي قومندان: راتلونکو دوو کلونو کې به مو اتیا سلنه خاوره تر لاس لاندې وي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جان نېکلسن وايي چې راتلونکو دوو کلونو کې به مو د افغانستان اتیا سلنه خاوره تر واک لاندې وي.

نېکلسن چې له افغانستانه يې د امریکا په دفاع وزارت کې خبریالانو ته ویډيويي خبرې کولې، ونه ویل چې اوس يې پر څومره خاوره تسلط دی.

د ناټو عمومي قومندان مني چې په جګړه کې دوی لږ پر مخ تللي دي: «په جګړه کې کم پرمختګ شوی، افغان امنیتي ځواکونو ځينې ولسوالۍ بېرته نیولې، خو د جګړې سیمه دوه درې برابره نه ده زیاته شوې، خو د هغو ولسوالیو شمېر چې جګړه پکې روانه ده، زیات شوی دی.»

نېکلسن پر طالبانو هم غږ وکړ، چې له تسلیمۍ، تېښتې او وژل کېدو پرته بله لار نه لري.

د ناټو عمومي قومندان په داسې حال کې پورته څرګندونې کوي، چې څو ورځې وړاندې د جنرال ډيويډ پټرویس هم په افغانستان کې د امریکا شپاړلس کلن حضور ناکام وباله.

پيټرویس وايي، موږ په افغانستان کې مات شوي يو او د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو ونه شو کولی خپل مخالفين له پښو وغورځوي.

ياده دې وي له امریکا سره د شوي امنیتي تړون له مخې بهرني ځواکونه یوازې د افغان ځواکونو د مشورې او تمویل دنده پر غاړه لري، خو لا هم دغه ځواکونه مستقیماً په جګړه کې برخه اخلي.

د بهرنیانو په تازه بریدونو کې تېره ورځ د هلمند په موسی کلا کې تر لسو ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close