نړۍ

مسير: د قطري او اماراتي عسکرو په نامه پاکستانيان راځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه ۳۰م لړم ۱۳۹۶ل): له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپاڼې مسیر په نننۍ تبصره کې ویلي، د اماراتو او قطر هغه عسکر چې افغانستان ته د ناټو تر چتر لاندې راځي، ګڼ يې پاکستاني اتباع دي.

د ورځپاڼې په قول په اماراتو او قطر کې ډېری پاکستاني اتباع د پیسو په بدل کې دندې ترسره کوي، چې اوس يې ياد هېوادونه افغانستان ته رالېږي.

څه موده وړاندې ناټو اعلان وکړ، چې د دوی د ماموریت لپاره امارات او قطر هېوداونه هم دې ته اماده شوي چې خپل پوځيان افغانستان ته ولېږي.

د ورځپاڼې په باور د ستونزې یو مهم اړخ پاکستان دی، چې د پاکستاني اتباعو په راتګ سره به د افغان امنیتي ځواکونو ګڼ مهم معلومات پاکستان ته په ګوتو ورشي.

ورځپاڼه کاږي: «زموږ د ستونزې یو ستر اړخ پاکستان دی. هېڅ تضمین نشته چې د قطري او امارتي پوځیانو په چوکاټ کې پاکستاني اتباع دې زموږ په هېواد کې پاکستاني ګټو ته کار ونه کړي.»

ورځپاڼه افغان چارواکو نه هیله کوي، چې یادو اندېښنو ته دې له وړاندې اماده اوسي او هڅه دې وکړي چې د پاکستاني عسکرو د راتګ مخه ونیسي.

«لومړی خو قطري او اماراتي پوځیانو ته اړتیا نشته، که بیا یې هم مخه نه نیول کیږي، نو لږ تر لږه د پاکستاني اتباعو مخه خو دې ونیسي.»

د شنونکو په باور که څه هم افغان حکومت پاکستان د «تروریزم» ځاله او د ځان لوی دښمن بولي، خو پر دې سربېره د ناټو تر چتر لاندې د پاکستاني اتباعو پر وړاندې د مخالفت غږ نه شي پورته کولی.

د دوی په باور افغان حکومت د امریکايي چارواکو او د ناټو د مشرتابه هره پرېکړه بې له کومې تبصرې په پټو سترګو منلې ده.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close