
نړیواله محکمه: د افغانستان د ملي امنيت د جنګي جرمونو اړوند کافي اسناد شته
نن ټکی اسیا (سې شنبه ۳۰م لړم ۱۳۹۶ل): په هاګ کې د نړیوالې جنايي محکمې څارنواله وايي د افغانستان د ملي امنیت، امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو اړوند د ګڼو بشر ضد کړنو او جنګي جرمونو اسناد په لاس کې لري.
څارنوالې «فاتو بنسودا» ویلي که ابتدايي محکمه اجازه ورکړي نو د افغان جګړې بشریت ضد جنایتونه به په بې پرې توګه وڅېړې.
بنسودا نه دي ويلي چې تر اوسه يې څه ډول اسناد ګوتو ته ورغلي، خو په وينا يې د جګړې ټول اړخونه، طالبان، امریکا، افغان امنیتي ځواکونه په تېره بیا ملي امنیت ګڼ بشر ضد جنایتونه کړي دي.
دغه څارنواله ټينګار کوي چې د ۲۰۰۳ میلادي کال د می میاشتې له لومړۍ ورځې دي د شویو جنایتونو څېړنه وشي.
بنسودا په داسې حال کې د افغان امنیتي ځواکونو د جنایتونو خبر ورکوي، چې د امریکا په مشرۍ دلته مېشت بهرنیان د امنیتي ځواکونو، تمویل، روزنه او مشوره پر غاړه لري.
ناټو په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره جنګېدونکي افغان امنیتي ځواکونه لویه لاسته راوړنه بولي، خو بنسودا يې جنګي جنایتکاران معرفي کوي.
دا لومړی ځل نه دی چې د بشري حقونو فعالان ورته څرګندونې کوي، وړاندې تر دې هم د بشري حقونو کمیسیون د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په ګډون ګڼ لوړپوړي قومندانان بشري جنایتکاران وبلل او د هغوی د محاکمې غوښتنه يې وکړه.