نظــر

پر مینه انتظار تورونه او ظلمونه

په ټولنیزو رسنیو کي د میني انتظار خور کیسې خورا شور او زوږ جوړ کړی. ځيني یې ملاتړ کوي، ځیني یې ملامته او بدکاره بولي او ځیني بیا په رسنیو کي خپل کړی اقدام قانوني ګڼي او پر هغې ډول-ډول تورنه لګوي. د قضیې آر ماهیت، نوعیت او بېلا-بېل اړخونه لا هم مبهم دي.  د دې لپاره چي د پردې شاته حقایق څرګند، واقعیت روښانه او د حق ملاتړ وشي نو غواړم د خپل دیني، ملي او اخلاقي مسولیت له مخې د دقیقو مالوماتو په رڼا کي هغه څه ستاسي مخې ته کښېږدم چي د یو او بل ډول احساساتو پر ځای له عیني واقعیتونو سره نېغه اړیکه لري.

د مینې ژوند:
د مینې ژوند خورا ډېرې لوړې-ژورې لري، ژوند یې د ناخوالو یو داستان او د پرله پسې بدمرغیو  ټولګه ده. لا وړه وه چي د پلرنۍ عاطفې له خوږو  بې برخې شوه. په وړکتوب کي یې د خپل ماماله زوی سره کوزده شوې وه، وروسته یې وروڼو ترې راوګرزوله او د همدې خېښۍ پر سر یې د خپلې ماما له کورنۍ سره ډېرې شخړې کړې دي.
وروسته یې د کندهار له یو بل شاعر سره د ژوند هیلې وتړلې خو د درانه ولور له امله یې هغه په خپلولو ونه توانېدچي مینې ترې طلاق وغوښت، دعوې یې د بشر تر حقوقو ورسېدې، خو د مرسل احمد زۍ په مرسته له هغه د طلاق په ترلاسه کولو بریالۍ شوه. همدا اوس یې بیا له یو بل شاعر سره د خپل ژوند هیلې تړلې دي.
مینه له جمساني پلوه هم سخته کړېدلې ده. ګڼو ناروغیو یې د ژوند هره شېبه ترخه کړې، د پښتوورګومرض، سر و سینې درد او ځینو داخله ناروغیو یې وجود بې سېکه کړی او ښه ورځ هغه وي چي دا په یوه روغتون کي بستر نه وي. پر دې سربېره د سګرېټو او نسوارو په څېر د نشيي توکو کارونې یې هم د ستونزې پېټې لا درند کړی دئ.
د کور مالي حالت یې هم چندان ښه نه دئ، د کورنیو عوایدو لویه سرچینه یې د کندهاري خامکو کاروبار دئ، تل له مالي ستونزو سره لاس وګرېوان وي، د کور کرایه نه شي پوره کولای او له بې وزلۍ څخه سخته کړېږي.
مینه شاعره ده، ښه پخه شاعري کوي، د همدې هنر په مټ یې د ګڼو کسانو تر غوږونو خپل نوم رسولی او یوه شعري ټولګه یې د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کولتور په لګښت خپره شوې ده.
مینه په خپل چاپیریال کي:
په اخلاقي انحطاط د اخته ټولنې وګړي تل داسي چارو ته لاس اچوي چي د یوې پرمخ تللې او اخلاقي ارزښتونو ته ژمنې ټولنې وګړي یې په اړه فکر هم نه شي کولای، کلونه وړاندي چي به مي کله  د اغلې مینې یو-نیم شعر په خپرونو کي لوست او یا به مي تر غوږ کېده نو د ځینو لیکوالو، شاعرانو او فرهنګیانو تر منځ به مي د هغې په اړه ډول-ډول اوازې او خبرې اورېدې، څو یارانو هڅه وکړه چي له هغې سره د مینې اړیکې ټینګې کړې، په دې برخه کي یې کلکې هڅې هم وکړې خو تر ناکامۍ وروسته به یې د هغې په اړه بېلا-بېلې اوازې خپرې کړې. چا به ویل مینه راسره یارانه کوي، د ټلیفون شمېره یې راسره ده، له ماسره یې انځورونه اخیستې او داسي نور. مګر له هیڅ یوه سره کره او د اعتبار وړ ثبوت نه وو. ما هغه څارلې وه او پوهېدم چي دا هر څه یوازي پروپاګند دئ ،بې بنسټه اوازې دې او له واقعیت سره هیڅ اړخ نه لګوي. د هغې بې وسۍ به هم ځورولم او په دې حالت یې خپه هم وم آن له ځینو مي واورېدل چي دا حالت اغلې مینه سخت ځوروي او په ژړا-ژړا فریادونه کوي چي دا خلګ یې ولي د خپل بې وزلۍ ژوند ته نه خوشي کوي؟.
 منم چي له یو-نیم کس سره به یې شمېره وه، د شعر او شاعرۍ په اړه به یې ورسره خبرې کولې او له ځینو سره کسانو سره به یې کورنۍ مناسبات هم لرل، خو څومره چي یې ما په اړه دقیق مالومات لرل او د هغو پر بنسټ سړی د انصاف په کولو پرېکړه وکړي نو مینه یوه بې وسه او مظلومه نجلۍ وه چي خپله شاعري ورته بلا وه.
د مینې پر کور د پولیسو چاپه:
زه هم خبر  یم چي د اغلې مینې وروڼه ډېر وخت پر کور نه وي. له همدې فرصت څخه په استفادې یې پولیسو دشپې پر دوولس بجې پر کور چاپه وهلې او پوره تفصیل یې دې د خپل فېسبوک پر ټایم لاین لیکلی. زما له مالوماتو سره سم ټوله کیسه یې کره ده یوازي د هار او پیسو د غلا په اړه یې د قیق مالومات نه لرم.
پوښتنه دا ده چي پولیس ولي په نیمه شپه د مینې کور ته ورغلل؟ د کوم قانونې جواز له مخې یې دا اقدام کړی او ولي یې وړاندي خبر داری نه دی ورکړی؟ په غلا د یو چا کور څارل او بیا پرې تور لګول هیڅ قانوني چاره نه ده. د یو چا په وړاندي اقدام کول خپل قانوني مراحل لري چي  د هغو له پلي کولو پرته پولیس په خپل سره نه شي کولای هم تور پوري کړي او هم خپل سری ګام واخلي. د یو چا پر شخصي حریم تېری دومره ساده مسله نه ده چي رسنیو ته په وړاندي کړیو څو تورونو کي خلاصه شي. د لته ګڼې قانوني او حقوقي پوښتنې پاته دي چي جدي ځواب غواړي او د هر ډول قانون له مخې د آغلې مینې پر کور په نیمه شپه کي دا ډول چاپه ناروا، غیر قانوني او ناولی ګام دئ چي هر اړخېزې پلټنې، اولسي ملاتړ، مناسب ځواب او پوره قانوني سپیناوي ته اړتیا لري.
ټول فرهنګیان په ځانګړي ډول د کندهار فرهنګیان باید د اغلې مینې انتظار تر شا ودرېږي، ملا یې وتړې او د انصاف په رڼا کي له دواړو خواوو سره د قوانینو له مخې د عادلانه پرېکړې غوښتونکي شي.
د کندهار په پولیسو کي ګڼ چرسیان، په نشو روږد کسان او نالوستي سروزوري شته چي ګڼ نور جرمونه یې هم کړي، نورو کورونو ته هم اوښتې، د ځینو دوسیې په قومندانۍ کي ثبت دي او ځینو له وېرې ځان غلی کړی، ځکه په کندهار کي یو ډول د یکتاتوري واکمنه ده او خلګ ګواښل کېږي چي پر ناقانونه کړنو پټه خوله سي او د دې زورواکو جرمونه په ډاګه نه کړي.

لیکنه: یاسر ودان

د میني انتظار د شعري ټولګي پیوند
http://www.tolafghan.com/posts/20831
د میني انتظار د فیسبوک پیوند
https://www.facebook.com/meenaintizar?fref=ts

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x