افغانستان

ملګري ملتونه: د يمن د روان بحران تر ټولو زياته پړه پر سعودي ده

نن ټکی اسیا (سې شنبه ۳۰م لړم ۱۳۹۶ل): د ملګرو ملتونو د خوراکي مرستو د ادارې اجرائیه مشر ډيويډ بیسلي وايي، د يمن د روان بحران او بشري ناورين تر ټولو زياته پړه د سعوي عربستان په مشرۍ د ائتلاف پر غاړه ده.

ډيويډ بيسلي د امریکا «سي بي سي» ټلويزيون سره په مرکه ویلي، چې د خوراکي توکو او درملو د کمښت له امله لسګونو زره يمني ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي وويل، چې د سعودي په مشرۍ ائتلاف يمن ته د خوراکي توکو او درملو د لېږد مخه نيولې او همدارنګه د ملګرو ملتونو استازو او ژورنالېستانو ته هم يمن ته د ورتلو اجازه نه ورکوي.

دی وايي: «زه نه پوهېږم، چې دوی ولې نړیوالو ته د ځمکنيو حقائقو د ليدو لپاره اجازه نه ورکوي؟ زما په ګومان لامل يې دا دی، که نړيوالو څارونکو د ماشومانو او نورو يمنيانو دغه ترينګلی وضعيت وليد، نو له نړيوالې ټولنې به ورته خوراکي مرستې وغواړي او سعودي د دې مرستو مخنيوی کوي.»

ډيويډ بيسلي وايي، چې په يمن کې جګړه، لوږه او تاوتريخوالی د سيمې هېوادونو د غیر ضروري ګټو لپاره پيل کړې او د ټولو ښکېلو اړخونو لاسونه د يمنيانو په دښمنۍ ککړ دي.

د لوږې وسله:

بيسلي ټينګار کړی، چې د سعودي په مشرۍ ائتلاف او همدارنګه شيعه حوثي ملېشې ملکي خلک د خپلو ډالونو په توګه کاروي او دا يې د بشريت ضد تر ټولو ستر جرم بللی دی.

د ملګرو ملتونو مرستيال وياند فرحان حق وايي، چې څو ځل يې له ائتلافي هېوادونو د يمن د کلابندۍ د لرې کولو غوښتنه وکړه، خو لا هم د سعودي په مشرۍ ائتلاف د وږي او د مرګ له خطر سره د مخ شوي يمني ولس لپاره خپله پوله نه ده پرانيسې.

د يمن سرې مياشتې ادارې ویلي، چې د پلازمېنې صنعا په ګډون بیضا او نورو ولايتونو کې خلک خوراکي توکو او پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري، چې له امله يې پنځه ويشت لکه يمنيان په ګڼو ناروغيو اخته دي او که بېړنۍ مرستې ونه شي د پرېمانه مرګ ژوبلې وېره شته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x