
ولسي جرګه: د ناټو په چوکاټ کې د پاکستاني او هندي وګړو رالېږل ستونزه جوړوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه ۳۰م لړم ۱۳۹۶ل): د ولسي جرګې غړي وايي، د ناټو په چوکاټ کې د پاکستاني او هندي وګړو رالېږل د افغانستان ستونزه نوره هم پېچلي کوي او قطر او اماراتو ته پکار ده چې د یادو هېوادونو د وګړو پرځای خپل وګړي راولېږي.
د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان وايي، امارات او قطر باید خپل ځواکونه افغانستان ته راواستوي؛ نه پاکستاني او هندي اتباع.
د عرفان په خبره، که چېرې امارات او قطر د خپلو اتباعو پرځای هندیان او پاکستانیان راواستوي؛ نو شکونه راپیدا کولی شي.
ولسي جرګې وروسته له هغه د اماراتو او قطري ځواکونو په منځ کې د پاکستاني او هندي اتباعو څخه اندېښنه ښيي، چې د ناټو عمومي منشي د یادو هېوادونو د ځواکونو رالېږلو خبر ورکړ.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د تېرې پنجشنبې په ورځ له اسوشېټیډ پرېس اژانس سره په مرکه کې ویلي وو، چې د ناټو په چوکاټ کې به د اماراتو او قطر ځواکونه افغانستان ته راواستول شي.
ینس سټولټنبرګ: عرب متحده امارات او قطر افغانستان ته پوځیان رالېږي
سټولټنبرګ دا هم ویلي وو، چې په روان کال کې به په افغانستان کې د ناټو سرتېرو شمېر له ۱۳زرو نه ۱۶زرو ته پورته کړي.
د خلیجي هېوادونو ډېری سرتېري پاکستانیان او هندیان جوړوي او د ناټو په چوکاټ کې به هم د یادو هېوادونو وګړي افغانستان ته رالېږل کېږي.
تراوسه قطر او اماراتو د ناټو د عمومي منشي په خبرو کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم ویلي چې څومره پوځیان به افغانستان ته واستوي.
خو د دفاع وزرات ویاند دولت وزیري د نویو ځواکونو رالېږلو د اعلان هرکلی کړی.
د وزیري په خبره، کوم بهرني عسکر چې افغانستان ته راځي، دوی یې د ناټو د غړیو هېوادونو په نوم پېژني او د تخریب پرځای به افغان ځواکونه وروزي.
له بل لوري د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار هم د اماراتو او قطري ځواکونو د رالېږلو په غبرګون کې ویلي، چې دوی یې هرکلی کوي.
له کابله خپرېدونکې خپلواکې ورځپاڼې«مسیر» په نننۍ سرلیکنه کې د ناټو په چوکاټ کې د پاکستانیو او هندي وګړو په رالېږلو توند غبرګون ښودلی و او له افغان امنیتي چارواکو یې غوښتي وو، چې د دوی د راتګ مخنیوی وکړي.