نظــر

قلم هم مزدوری ته زړه ښه کړ

قلم په بی صبری اوټوله مینه سره لګیا واودخیررسونی لوستونه اوپیغامونه یی یوبل ته رسول. تر څودلیک دایجاد لویی موخی ته په وفا کولوسره انسا نی اړیکی دانس په غوښتنه د ټینګواوروښانه بنسټونوپه رڼا کی پخپله یادګاری خوږه زبه واوډی اود یومنلی  امین پهڅیریی دکاغذ په مخ پریږدی.ترڅوانسان دپرمختګ اونیکمرغی دپړاونوپه کړکیچوکی لار ورکه نکړی.

دتیارو زړه یی څیری اودرڼا په ګلزارونوکی یی د‌ژوندکولولپاره دګام ایښودو شا لید تیارکړ.

چیرته چی به یی خیر لید هغه به یی انسان ته ډالۍ کاواودهیراوورکی له سیلیوبه یی سا تو.

انسانان یی سره نیژدی کړل، دخپلوی خبرتیاوی ورته راوځړولی، یوله بله سره د مینی دفترونه یی ورته پرانیستل،دعدل دنظام په نارویی انسانی ضمیروښوراو، احساسا ت یی ورتوفانی کړل ، په ستړی بدنه یی دمخ ته تلولپاره دخوځښت وینه په غورزنګ سوه، دژوند له ټولوڅرخاونویی روغ رمټ راوایستل ، دانسانی ژوند ټول پټ اوښکاره خواله یی ورته وسپړل ، نهام هیڅ هم نه شوو پاته اوټول یی دانسان دسوکالی لپاره رابرسیره کړل، ان  تردی  چی په پا یله کی انسا ن خپله خټه (فطرت)پیدا کړ اوهغه څه یی وموندل چی غوښتل یی.

پردیس دهیله من ژوند په  لاره هوسا اوډاډمن ګامونه پورته کړل،له ستونزوسره نه سومخامخ ، په تسلی سره مخ ته ولاړ ،په کږلیچونوکی دورکی ګړنګونه  نه وو، انسا ن نه په کی خولی کیده ،په لاره کی ازغی هم نه و چی پورته سوی ګامونه وځنډوی اودتلوهوس ټکنۍ کړی.
دقلم دی خوځښت که له یوه لوری انسان تری اغوا سوی انسا نیت ته رساوو،  ښاداوویی،اسوده کاوویی اوډاډمن کاویی ، خوله بله لوری یی  دګوتو په شمیر څوتنوسردارانو ګټی هم ټکرولی .

سردارهرڅه  په غورڅارل او وارته سترګی په لاره وو،سردار دوارتر لاسه کولوپه هکله هم دسرکښ رول لوباوو،ټول ځواکونه یی کارول چی وار یی راسی ،واریی پیدا کړ،نویی لیڅی وربډ وهلی اودقلم دمخنیوی اویا له تګ لاری د اړولو هڅی پیل کړی اودقلم خیر رسونه چی سردارپه خپل دفتر کی ددښمنی تر سر لیک لاندی لیکلی وه ډب کړه.
د سردارچی کله په بر لاسی باورسو،نوبیا یی داسی پریکړه وکړه چی:

ترمتیدویی داغوره ده چی پخپ له ګټه یی وکاروی.

قلم یی مات نه کړ،خوپه داسی بلا یی واړاو چی ما تیده ډیر پری غوره و اوهغه بیا داچی:نورقلم هم ددوی کره مزدوراوانسا نیت ته یی دغلامی بلنه په ډیرورنګینو الفاظو کی ورپیل کړه..دخپل ارزښت اولیک د ایجاد فلسفه یی د هیر په دښتو کی ورکه اودسرداری نظام دترویج پیاوړی بلونکی اومخ نیونکی(دافع) ‌دسیا لۍ ډګرته راووت.

سردار خپلی ټولی شونتیا وی دقلم په واک کی ورکړی ،ځکه قلم توانیدلی وچی هرڅه اوهرڅوک دسرداری نظام د پا یښت لپا ره وکاروی .

سردار په تل مست حال کی دهرڅه کولوواک او جواز تر لاسه کړ.اودغلام بادار ډرامی  لپاره یی دځمکی ټول مخ وکا راو،دانسا نیت سوځونی بازارونه یی ګرم کړل،دعزت ټولی پردی یی وشلولی ،فحشاته یی قانونی رنګ ورکړ،حیا نور یونا روا کړنه وبلله سوه، انسا نیت یی دستونزواوبی برخی توب (محرومیت)په توفانو کی راګیر کړ،هرڅه یی تری چورتا لان کړل،انسا ن هسی یونوم پاته سو،دځمکی ښا یسته څرنګوالی(کیفیت)یی د څو واکه سردارانو په کنډواله بدل کړ،ویرونی ،ځورونی اووژنی بیخی ښی ددود برخی وګرزیدی ،دپه ښه ورتلوواک ټول سو،انسان د ژمی خزندوته په ورته حالت کی ولوید،واک بی واکه سو،انسا نیت ترسوال لاندی راغی   ،دتکیی ځای نه سو پاته ،دی اوتکیه دواړه بی تکیی سو.
دقلم نور په چا زړه نه سوځیده ،دسردارپه حکم تر اصلی سردار خطرناک اوبی رحمه سردارجوړسواوهرډول تیرۍ به دده په حکم اواجازه سرته رسیده.

قلم دوره اولیخکی ټول حقوق ترپښولاندی کړل،په ټوله بی شرمی اوسپین سترګی کوروته ورننوت ،دښوونځی وراوکړکۍ یی مات کړل،پوهنتون ته ترټولوسمټی دیوالواوازغنوسیمانوورواوښت،مارکیټ، لارو، کوڅوان کلواوبانډوته  بولۍ(قوماندی)ته په مننه کی ورغی  هر لاس ته  په لاس کی په ډیرغورلیکلی اوګناه ته هڅه ونکی دشراوفساد پیغام ورسا و .اوداوبا دی اوپرمختګ ترسرلیک لاندی په هروره اودیوال راوځړول اودډیرولیدو
اوکتومخ یی ورواړاو،کتابتو نونه یی په فساد تونونو بدل کړل،دلوستلو کتاب یی پری نه ښوود.یانی دانسان سترګی وروایستی اوړوند یی کړ.

د(ریا لیستیک )یا نیبی واګی ادب ترنامه لاندی ادب بی ادبه کړ،اوترهمدغه سرلیک لاندی ټولومارکیټونو ،بس،ټکسی،ټرک اډو،کلو ،ښارو اوانسان ته اور ور واچاو اوپه شراوفساد یی معتاد کړ،په کلیوالی دکانونه کی هم دلوڅښځینه انځورونو اولیکلی بیان سره حسا سیت ورک سو.چا بد نه پری وړل بس،تونس، ټکسی اوهوټلونو ته ورختل هم تر لعنت کم نه و،غیرت پکی زخمی کیده اوعزت پکی سپکیده.

قلم داسی څه ولیکل چی په انسا نی فکراوضمیرکی یی ان دننه چاودنه وکړه .رحم ،عاطفه ،خپلوی اوټول روااړیکی سنګسارکړل،ځناور خویی ټولیزه(عامه)سوه،څلوربول ته ورته کول بد نه ایسیده اوانسا نی ارزښتونه یی په دار راوځړول.

قلم په خوندوکی راغی اوددښمن په څیر یی دوحشت اودهشت بریتونه ښه غوړاوتاوکړل اوبی ګناه انسان چی دی به یی دزړه په سر جب کی په

قلم جی کی ښوود د بی وسی اومظلومیت په چولاونوکی بی اسری پری ښوود، اوپه کی ورک سو.

اوقلم دسرداری به نشوکی ښه په بدی ککړسو ،خودی  لا اوس هم ځان مزدوری نه بولی.

                              رزین          ۹/۴/۲۰۱۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x