ټکنالوژي

اورانوس سیاره او د الله د قدرت عجائب !!!

مفتي احسان الله …

اورانوس لمریز غونډاري کې د لمر نه د بعد په اعتبار سره اووم او د نورو سیارو نه د حجم په لحاظ دریم او د وزن په اعتبار سره څلورمه سیاره ده ، د فضا په تاریخ کې اورانوس اوله سیاره ده ، چې د دوربین په واسطه کشف سوه ، په 1781 م کال د جنوري ، فروري په ماشتو کې ولیام هرچل (William Herschel)  د دې سیارې انکشاف وکړ ، دا هم د مشتري ، زحل او نیپټون په شان عملاقي ګازي سیاره ده ، کلکه سطحه نلري ، نو ځکه ورباندي درېدل هم مشکل دي .

له لمر نه يې متوسطه مسافه يې 2,870,990,000 كيلومتر كم یا 1,783,939,400 ميل ده ، یعني د زمکي د هغه په 19.191 واره زیاته ده ، لمریز حضیض (له لمر نه نیزدې ترین بعد) يې 1,699,800,000 ميل (2,735,560,000 كيلومتر) دی ، یعني د زمکي د هغه په 18.60 واره دی ، لمریز اوج (له لمره بعید ترینه مسافه) يې 1,868,080,000 ميل (3,006,390,000 كيلومتر) دی ، یعني د زمکي د هغې په 19.76 واره ډیر دی .

او قطر يې 51,118 کم دی ، د لمر پر خواوشا په 84.01 رڼايې کلو کې یوه دوره پوره کوي ، او پر خپل محور باندي يې 17.9 زمکني ساعتو کې دوره پوره کوي ، او وزن يې د زمکي د وزن 14.5واره دی ، په ټولو عملاقي سیارو کې د کم وزنه سیاره ده .

محوري میلان يې 97.77 درجې دی ، بالمقابل د زمکي هغه 23.5 درجې دی ، په لمریز غونډاري کې دا یو ځانګړی میلان دی ، چې یوازي اورانوس یې لري ، دا میلان دومره واضح او زیات دی ، چې کله د لمر پر شاوخوا ګردش کوي ، نو قطب شمالي او جنوبي يې د خط استوا ځای ته ځان رسوي .

د دې غیري عادي محوري میلان له امله د اورانوس څلور فصلونه هم غیر عادي دي ، تقریبا هر فصل يې د زمکي د 21 کلو سره برابر دی ، او پوره کال يې د زمکي 84 کاله دی ، پر یو قطب يې تقریبا 42 کاله لمر وي خو بالمقابل پر هغه بل بیا 42 کاله توره شپه وي ، او د محوري دوران یوه دوره په 17 ساعته او 14 دقېقو کې پوره کوي ، یعني ورځ يې د زمکي تر ورځي 6 ساعته او 46 دقېقې کمه ده .

اورانوس پر درو طبقو مشتمل هوايې خول لري ، اوله طبقه يې : التروبوسفیر ده ، چې د لوړوالي ارتفاع يې له 50 تر 300 کم او دوهمه طبقه  يې : ستراتورسفیر ده ، چې د ارتفاع اوږدوالی یې له 50 تر 4000 کم او دریمه طبقه يې د ثیرموسفیر ده ، چې دا خول له 4,000 تر 50,000 کم پوري پر بلندي لوړوالی لري .

د بادو سرعت يې ډیر تیز ده ، په یو ساعت کې 560 میله یا 900 کم مسافه وهي ، خو کله چې و اعتدالینو ته قریب سې د هوا تیزوالی يې نور هم زیاتیږي ، چې تقریبا په یوه ثانیه کې 250 متره ته رسیږي .

د زحل د حقلو د انکشاف نه وروسته ماهرینو د اورانوس حلقې کشف کړې، چې د فضا په تاریخ کې دا یو انقلاب وبلل سو، ځکه له دې نه دا معلومه سوه ، حلقې یوازي د زحل پوري خاصي ندي ، بلکي نوري ګازي سیارې هم حلقې لري ، دا حلقې هم د زحل د هغو پر رکم له ډیرو وړو وړو ټوټو او ګرزه جوړي دي ، چې د ځینو ټوټو قطر يې 10 متره پوري دی ،  د داخیلي نظام د حقلو په نسبت خارجي هغه يې ډیر ښایسته رنګه دي ، تر اوسه ماهرینو 13 حلقې کشف کړي دي ، ټولي ډیري نرمي دي خو په ټولو کې واضحه حلقه چې ابسلون Epsilon ورته وایې ځلانده ده ، د حلقو حرکت يې د ساعت د ستنو په شان دی .

اورانوس په لمریز نظام کې تر ټولو د زیات یخ لرونکي سیاره ده ، چې د حرارت متوسطه درجه يې 49 کلفن یا -224 درجې ده .

د بادو سرعت يې په یو ساعت کې 560 میله یا 900 کیلومتره دی .

تر اوسه د اورانوس 27 سپږمۍ کشف سوي دي ، او باقاعده د ځینو ادیبانو لکه كويليام شكسبير او الكسندر بوب، په نومونو نومولي سوې هم دي ، پنځه لويې سپږمۍ يې : میرانډا ، ارییل ، ټیټان ، بیرون او اوبریل په نومونو سره یادیږي ، ټيټان يې تر ټولو لویه ده ، خو د نورو ګازي د سیارو د سپږمیو د وزن په نسبت د اورانوس سبږمۍ ډیري کم وزنه دي ، یوازي د نیپټون سیارې د ټریټون په نامه سپږمۍ د اورانوس د پنځو لویو سپږمیو د وزن په نسبت دوه چنده وزن لري ، د سپږميو حرکت يې هم د ساعت د ستنو پر لور دی .

په 1977م کې ناسا د فویاجر 2 په نامه فضايې بېړۍ د اورانوس د مطالعې لپاره وتوغوله ، په 1986م د جنوري پر 24 مه دغې بېړۍ د اورانوس څېړنه پیل کړه ، د هوائي خول کیمیاوي ترکیب يې مطالعه کړ ، ورسره يې د اورانوس 10 سپږمۍ او دوې حلقې يې نوې کشف کړې ، د یخ هوائي خول يې ډیره ښه مطالعه وکړله ، او د پنځو لویو سپږمیو عکسونه یې زمکي ته را واسته ول او داسي نور .

البته د اورانوس پر سطحه تر اوسه یوې فضايې بېړۍ هم ناسته نده کړې ، خو د ساینس پوهانو خیال دی ، چې د 470 ملیونه یورو په مصرف به په نیږدې راتلونکي کې د 17 کلونو لپاره د لا زیات تحقیق په پار یوه فضايې بېړۍ اورانوس ته وتوغه وله سي .

که څه هم د اورانوس جسامت د زمکي د هغه په 66 واره ده ، خو وزن يې د زمکي د هغه په 14 واره دی، دا ځکه چې اورانوس ګازی سیاره ده سطحه يې د زمکي د هغې په نسبت نرمه ده ، او جاذبیت يې د زمکي د جاذبیت %86 سلنه ده ، که د یوشي وزن پر زمکه 100 منه وي ، پر اورانوس به د هغه شي وزن 86 منه پاته سي ، بشرطي چې هلته د درېدلو امکان وي .

او کثافت يې د زمکي د کثافت په  واره دی ، علامه محمد موسی روحاني رحمه الله وايې : چې لدې نه معلومیږي ، چې تر اوسه دغه سیاره په کازي حالت کې ده .

په ډیره توره تیاره کې د اورانوس په لغړو سترګو لیدل هم ممکن دي ، ليدونکي ته د ښایسته ملغرو د دانې په شان داسي ښکاري ، لکه چې د تیارو په څپو کې چې لامبو وهي .

د اورانوس سیارې له عجائبو نه یو هم دا دی ، چې هلته د الماسو باران کیږي ، دا خبره له ډیره اوږده تحقیق وروسته د امریکې د کالیفورنیا د ایالت د ستانفورډ یونيورسټي څېړونکو واضحه کړه ، چې پر اورانوس باندي د هیدورجین او کربون د تفاعلي عمل له امله د الماسو ذرې توليدیږي ، ممکن تر اوسه د اورانوس په محیط کې په ملینو قیراط الماس پراته وي .

په دې څېړنه کې شریک ډومینیک ساینسپوه وايې : چې وړاندي دا خیال کيده ، چې الماس به خپله د اورانوس نه توليديږي ، خو کله چې مې د دغې څېړني نتایج وليدل ، دومره خوښ سوم ، چې زما په ټول ژوند کې دا تر ټولو ښه او غوره شيبه وه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x