نړۍ

د نايجيريا په يوه جومات کې چاودنې لسګونه کسان وژلي

نن ټکی اسيا (سې شنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۶): د نايجيريا شمال ختيځ موبي ښار په يوه جومات کې چاودنې پنځوس کسان وژلي.

د نايجيريا د بېړنيو مرستو اداره وايي، چې د «اداماوا» ولايت موبي ښار په يوه جومات کې يوه بريدګر په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چې لږ تر لږه پنځوس کسان يې ووژل او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړل.

د سيمې يوه سياسي چارواکي رسنيو ته ويلي، چې لسګونه کسان په دغې چاودنې کې ټپيان شوي هم دي او زياتوي، چې د وژل شوو کسانو شمېر تر دې هم لوړېدای شي.

موبي په اداماوا ولايت کې هغه سيمه ده، چې د نايجیريا حکومت مخالفې بوکو حرام ډلې سره وه، خو حکومت په ۲۰۱۵ کال کې له خونړيو نښته وروسته ونيوله.

په موبي ښار کې دا بريد په داسې حال کې شوی، چې دوه ورځې وړاندې د بورنو ولايت مايديګوري ښار کې هم دوو چاودنو يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

په لومړنۍ چاودنې کې دوه کسان وژل شوي او څلور ټپيان وو، خو په دويمې هغې کې لږ تر لږه اتلس کسان وژل شوي وو.

د چاودنې مسؤوليت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x