افغانستان

فراه مرکز: نښتو کې طالبانو او عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسيا (سې شنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۶): د فراه په مرکز کې طالبان او د دغه ولايت امنيتي مسئولين يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

د دغه ولايت د پوليسو وياند اقبال باهر رسنيو  ته ويلي، چې وړمه شپه يې د فراه مرکز مربوط د (سور) په سيمه کې طالبانو ته کمين ورکړی، چې پر مهال يې اووه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

طالبانو خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي، خو ويندوی يې ذبيح الله مجاهد تازه په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي: چې دولتي عسکرو د (سور) کلي پوسته خوشې کړې ده.

دغه راز ښاغلي مجاهد ويلي، چې تېره شپه يې د مرکز اړوند د دهيک په سيمه کې له دولتي عسکرو يوه پوسته نيولې او عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړی زياتوي، په دغه جګړه کې ۸ پوليس وژل شوي، ۶ ټپيان دي او په خبره يې چې د پوليسو دوه رينجر موټر سوځول شوي او په زياته اندازه سپکه او درنه وسله د طالبانو لاسته ورغلې ده.

د فراه ولايت يوې امنیتي سرچينې ويلي، چې په سيمه کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د ډيرو جزياتو له ورکولو يې ډډه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x