د سر خُشکۍ د مخنیوي اسانه لارې

نن ټکی اسیا (سې شنبه ۳۰م لړم ۱۳۹۶ل) د پاکوالي خیال نه ساتلو سره سره د مختلفو شامپوګانو او صابونونو استعمال هم په خشکۍ پیدا کولو کې مهم رول لري، چې انسان ورڅخه تنګیږي، او همدا د ویښتانو د وتلو لامل هم کیږي.

کله چې په سر کې خشکي زیاته شي سر ورسره خارښ کوي، او سر ګرول یو له بدو عادتونو څخه شمیرل کیږي، د مخنیوي لپاره د ویښتو متخصصینو دغه طبیعي لارې عملي کړئ!

د مڼې سرکه

د ویښتو متخصصین ادعا کوي چې د سر خُشکۍ ختمولو لپاره تر ټولو مهمه نسخه د مڼې سرکه ده، په دې کې شته تیزابیت په خشکۍ ختمولو کې مهم رول لري، د یوه ګیلاس څلورمه برخه د مڼې سرکه او همدومره اوبه ګډې کړئ او د سپری بوتل کې یې واچوئ، بیا یې په سر باندې وشیندئ، سر مو په جان پاک کې له ۱۵ څخه تر۱ ساعته پټ کړئ او بیا یې په شامپو پریمنځئ، دغه کار هفته کې دوه ځل تکرار کړئ ان شاء الله بیا به مو په سر کې خشکي پیدا نشي.

لیمو

خشکۍ نه د ځان خلاصولو لپاره دوه کاچوغې د لیمو اوبو باندې خپل سر ښه مالش کړئ او بیا یې اوبو سره پریمنځئ، بیا یوه کاچوغه د لیمو شربت واخلئ او پخپل سر یې ومږئ، دغه کار تر هغې تکرار کړئ تر څو مو له سر څخه خشکي ختمه شي، په لیمو کې شته تیزابیت د سر هایدروجن نورمال ساتي.

مالګه

د شامپو استعمال نه مخکې په سر مالګه واچوئ، څه وخت یې پریږدئ او بیا یې مالش کړئ، بیا مو سر په شامپو پریمنځئ حیرانونکې ګټې به وموندئ.

د زیتون تیل

زیتون تیل د ډیرو ناروغیو لپاره استعمالیږي، د سر خشکۍ ختمولو لپاره پرې د شپې لخوا سر غوړ کړئ په یو څادر یا خولۍ کې یې تر سهار پټ وساتئ او سهار مو ويښته پریمنځئ، په څو ورځو کې به مو له سر څخه خوشکي ختمه شي، له دې سره هغه شامپو هم ګټوره ثابتیدی شي کوم چې د زیتون تیل ولري.

اوږه

اوږه په منځ دوه ځایه کړئ او یا اوبه ترې وباسئ شاتو سره یې ګډه کړئ، او په سر یې ومخښئ، له هغې وروسته یې پریمنځئ.

د کوپرې تیل

د خشکۍ مخنیوي لپاره د کوپرې تیل تر ټولو موثر علاج دی، سر مینځلو نه مخکې دوه کاچوغې تیل واخلئ او سر پرې غوړ کړئ، تر یوه ساعته یې پریږدئ او بیا مو سر پریمنځئ، همدا راز تاسې د کوپرې شامپو هم د خشکۍ مخنیوي لپاره استعمالولی شئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د