افغانستان

وزيري: د ناټو تر چتر لاندې د پاکستانیانو موجودیت د اندېښنې وړ نه دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه ۳۰م لړم ۱۳۹۶ل): د ملي دفاع وزرات ویاند وايي، د ناټو تر چتر لاندې چې هر څوک راځي، دوی يې د ناټو د غړي او خپل همکار په توګه پېژني.

دولت وزيري رسنیو ته په خبرو کې یاده کړې، چې د اماراتو او قطر په ځواکونو کې که پاکستاني اتباع راځي، نو دلته د تخریب لپاره نه، بلکې مرستې ته راځي.

دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل: «هغوی چې د ناټو په چوکاټ کې راځي، هغوی به له موږ سره مرسته کوي، د مرستې لپاره به وي، نه د تخریب لپاره او زه فکر کوم چې دې حساسیتونو ته به د ناټو غړي هېوادونه، متحده ایالات او ټول متوجې وي.»

دولت وزیري وايي د پاکستانیانو موجودیت ځکه د اندېښنې خبره نه ده، چې دوی به په جګړه کې برخه نه اخلي، بلکې د افغان هوايي او ځمکني ځواکونو ملاتړ به کوي.

د شنونکو په باور د قطري او اماراتي ځواکونو په لیکو کې د پاکستانيانو موجودیت د اندېښنې خبره ده.

د دوی په خبره ښايي دغه کسان د پاکستان له څارګرې ادارې سره اړیکه ولري او د افغان ځواکونو مهم معلومات ورسره شریک کړي.

د ولسي جرګې غړو هم د پاکستانیانو راتګ له اندېښنې خالي نه دی بللی.

د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان وايي دوی هیله من دي چې یاد هېوادونه باید د نورو پرځای خپل اتباع را ولېږي.

که څه هم له ناټو سره د شوي تړون له مخې دا سازمان یوازې د افغان ځواکونو، مشوره، تمویل او روزنه پر غاړه لري، خو لاهم په ګڼو سیمو کې مستقیماً په جګړه کې دخيل دي.

یاده دې وي افغان حکومت پرلپسې پاکستان د خپلو مخالفينو، پر پاللو، روزلو او تمویل ملامت تورن کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فرهاد افریدی

وزیری صاحب،که زما منی شرافتمندانه استعفاء ورکره.ستا سره د بل په خوله خبری خی نه خکاری،نور نو ددی درواغجنو د کلی نه راووزه،تر ننه ناتو خیلو اشغال کری یو اوس مو په دالخورو له بلی لاری اشغالوی،زه نه پوهیگم چه طالب سره د پاکستانی مرستی د تروریزم ملاتر دی،او ستاسی سره مشکل نلری،زه خو وایم چه نور صیاف،گلبدین،ربانی،او طالبان مه بدناموی،د طالبانو په وخت کی که هیس نه وو،کله کله خو به یی پنجابان دزول،تاسی خو بیخی د افغانستان قواله ورکره،نور نو شرم دی،ددی خیرات خوری نه د نهاری مرگ بهتر دی،

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x