
پاکستان: امریکا افغان وضعیت د زور له لارې نه شي بدلولی
نن ټکی اسیا (سه شنبه ۳۰م لړم ۱۳۹۶ل): په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې وايي، امریکا او افغان ځواکونه نه شي کولی له نظامي لارې روان وضعیت بدل کړي.
لودي د ملګرو ملتونو په ناسته کې وویل امریکا او د هغوی افغان ملاتړي په افغانستان کې روان وضعیت له نظامي لاري نه شي بدلولی.
هغې پر طالبانو هم غږ وکړ، چې د جګړې له لارې خپل هدف ته نه شي رسېدلی، ځکه خو باید کومه سیاسي لاره خپله کړې.
دې پاکستانۍ استازې په داسې حال کې پورته څرګندونې کړې، چې تازه د ناټو تر چتر لاندې افغانستان د اماراتي او قطري راتلونکو ځواکونو په منځ کې د پاکستاني اتباعو موجودیت هم رسنیز شوی دی.
که څه هم لودي له نظامي اړخه د امریکا هڅې ناکامې بولي، خو تازه د ناټو عمومي قومندان پر جګړې ټينګار کړی دی.
جان نېکلسن ويلي چې راتلونکو دوو کلونو کې به د افغانستان اتيا سلنه خاوره د دوی او دوی د پلویانو تر واک لاندې وي.

په ورته وخت کې پخواني جګپوړې امریکايی چارواکي ډیويډ پيترویس ویلي چې امریکا په افغانستان کې له نظامي اړخه ماتې خوړلې او د دوی شپاړلس کلنو هڅو کوم ځای نه دی نیولی.
ياده دې وي د ملګرو ملتونو په یاده ناسته کې د روسیې دایمي استازي بیا يادونه کړې چې طالبان به د يوې «تروریستي ډلې» په توګه وپېژني.