د نن سرلیکنه

په ټاکنوکې د درغلیو په اړه دټاکنو دخپلواک کمیسیون اعتراف – سرمقاله

 د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي چې د حمل دمیاشتې په ۱۶ تر سره شویو ټاکنو کې درغلۍ شوې دي که هغه ته پام ونه شي نو د د ټاکنو مشروعیت له پوښتنې سره مخامخ کیږي.

د بي بي سي پښتو ویب پاڼې درپوټ په حواله د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دواړه دا منلي چې په وروستیو ټاکنو کې درغلۍ شوي، همداراز د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت په دې خبره اعتراف کوي چې په ورستیو ټاکنو کې له قانونه سرغړونه شوې تقلب شوی، درغلۍ شوې،اوښه په پراخه پیمانه شوې اوباید مونږ تر نورو له مخه پردې درغلۍ او تقلب په خپله اعتراف وکړو.

خو د دغو اعترافاتو تر څنګ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي دوی به تر خپلې وسې د درغلیو مخه ونیسي مګرداچې د کمیسیون چارواکي او غړي هم د هغه نظام خلګ دی کوم چې هغه په فساد کې نړیوال ریکار ډ لري نو سړی نشي ویلای چې هغوی به د درغلیو دمخنیوي په مقابل کې څومره جدي او یابه د دوی خبره څومره د اعتبار وړوي؟

ځکه دعیني شاهدانو او دوروستیو تر لاسه شویو اسنادو له مخې دا ثابتیږي چې خپله د ټاکنو دخپلواک کمیسیون چارواکي په پراخه پیمانه په تقلب او درغلیوکې ښکیل دي .

د سه شنبې په ورځ په کابل کې د ټاکنیزو شکایتونو دکمیسیون مشر د خپل مطبوعاتي کانفرانس په ترڅ کې وویل چې مونږته د ټاکنو په اړه تر اوسه له ټول هېواده ۳۱۰۳ شکایتونه رارسیدلي او د دغو شکایتونو له جملې څخه یې څه باندې یو نیم زر شکایتونه په کتبي او مستند ډول دي چې په هغوکې تر ډیره بریده خپله دټاکنو د کمیسیون افراد دخیل دي.

داچې خپله د انتخاباتو دخپلواک کمیسیون لوړ رتبه چارواکي په دې خبره اعتراف لري چې د نوموړي کمیسون تر یوزر زیات غړي په تقلب او درغلیو کې ښکیل دي نو څوک به په راتلونکي کې دغو درغلیو مخه نیسي اوهغوی به څوک مجازات کړي؟

ځکه د ټاکنو خپلواک کمیسیون په خپله یو مستقل ارګان دی چې د لويې څارنوالۍ تر عدلي مجازات او تعقیب لاندې نشي راتلای او په ټاکنیزو درغلیوکې کې تر ټولوزیات رول خپله د یادکمیسیون د غړیو او چارواکو دی.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر د هغو ادعاوو په اړه چې په ټاکنیزو سایټونوکې رای پاڼې تروخت له مخه خلاصې شوې وویل چې تر وخت له مخه د رای پاڼو خلاصیدل د دې ښکاره ثبوت دی چې رای بکسونه په غیر قانوني ډول د ټاکنو تر پیلیدو له مخه ډک شوی ، ځکه نو خلګ د رایې اچونې پرمهال درای پاڼو له نیستي سره مخ شول.

د ټاکنو تر پیل له مخه ټولو دولتي چارواکو،د ټاکنو دخپلواک کمیسیون مسؤلینو او هم خپله ولسمشریزو کاندیدانو ولس ته د درڼو او عادلانه ټاکنو دترسره کیدو ژمنې ورکولې ، خو اوس ولیدل شول چې خپله همدغه ژمنه ورکوونکي په لویه پیمانه په عدم شفافیت او انتخاباتي تقلب کې ښکیل دي، خو اوس بیا په ډیره بي شرمي سره ولس ته د دراتلونکو درغلیو د مخنیوي اطمنان ورکوي .

حقیقت دادی چې د دغه ډول فاسد اوتقبلي نظام په شتون کې د انتخاباتو په شمول د هیڅ کومې پروسې د عادلانه تر سره کیدو امکان نه لیدل کیږي دا حقیقت په تیرو ۱۳ کلونوکې ټول ولس ته په ډاګه شوی او د ټاکنو راتلونکې نتائج به یې لا هم ښه په ډاګه کړي.

د نن ټکی اسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x