دیني، سیرت او تاریخ

د دعا حقيقت‎ / لومړۍ برخه

لیکنه: نعمان علی خان
ژباړه او زیاتونه : منيب الرحمان رحماني

زموږ ددين اساس دعا ده،اسلام موږ ته د ډوډۍ خوړلو نه شروع تر جامو اغوستلو،ويده کېدلو او په ټولو مواردو کې ددعا ارزښت بيان کړی دی.

هو پدې ټول پوهېږو خو موږ ډېری وخت چې کله کومه ستونزه کې اخته شو يا مريض و او يا داسې کوم تصميم نيسو هغه که په هره برخه کې وي چې زموږ لپاره ډېر ارزښت ولري بيا نو دعا کوو.

ډېر کله داسې خلک وينو چې خلک وايي دعا مې نه قبلېږي،
کلونه کیږي دعا کوم خو‌هيڅ فائده نه کوي،څه وکړم چې دعا‌می قبوله شي او داسې نورې ډیرې خبرې اورو.

خو که‌داسې‌ فکړ‌وکړو چې سهار د خوب نه ويښ شو او هرڅه وينو بيا ژوندي. يو حال دا چی خوب د‌ د‌مرګ‌ کشر ورور دی يعني بيا دا‌چانس شته چی توبه وکړو او د بلوغ نه تر اوسه مو چې څه ګناهونه کړي ټول معاف شي.

حال دا چې کېدی شي مړه وي او بيا نه د‌ توبې چانس وي او په لويه پېښمانتيا هغه پېښمانتيا چې جنت به بايلل شوي او دوزخ به ګټل شوي وي اخته شوي وي، دا به څومره لويه پېښماني وي خو دادي خالق تعالي نن بيا ژوند راکړي او د توبی او يو ځل بيا‌ د جنت په لاره د حرکت توان او وخت شته دي که فکر وکړو نو دا ډېر ستر نعمت دی حال دا چې هره ورځ د خلکو نه دا چانس اخيستل کېږي.

ډېرو خلکو د الله ج د شتون نه انکار وکړ کافر شول ،مشرک شول او د‌هميشني دوزخ لاره يي خپله کړه خو موږ په يو مسلمانه کورني او مسلمان هیواد کی پيدا شوو او موږ يي مسلمان پيدا کړو حال دا‌چې موږ ددې لپاره الله ج ته نه څه قيمت ورکړي او نه مو دعا کړې وه خو هغه مهربان خالق موږ مسلمان پيدا‌کړو چې دا‌نعمت د بل هر‌نعمت نه لوي ګڼل کیږي.

بيګاه ويده و خو تر سهاره مو سږو کار کاوه،موږ مجبور نه و چې ماشين بسته کړو،دعا مو هم نه وه کړې،قيمت مو یې هم نه و ورکړي.

سهار چې پاڅېدو سترګو مو هرڅه ليدل،سترګې مو بټري هم نلري چې خلاصې شی،قيمت‌ مو یې هم نه دی ورکړی،دعا مو هم نه وه کړې.

ګورو زړه مو خپله کار ته دوام ورکوي وينه پمپ کوي،دوجود غړي مو توان لري چې حرکت وکړي،ددې قيمت مو نه دی ورکړی ،دعا مو هم نه ده کړې.
خبرې کولي شو،خوراک کولي شو ددې هيڅ يو مو نه بدل ورکړی نه مو دعام کړې.

دا او بی حسابه نور هغه نمعتونه دی چې نه وي موږ هم نشته يو خو د‌تعجب ځاي داده چې زموږ هغه څه ته چې حتمي ورته ضرورت لرو پام نه دی او هغه څه چې وي هم ژوند دوام کوي چې نه وي هم دوام کوي هغه ته مو ډېر پام دی.

مثلآ ډېر وخت وروسته کور ته لاړی خپله مور مو ولیده، مور مو ډېره په مينه ،اخلاص او شفقت کور درته ښکلی کړي و،او تاسې ته يې يو ښکلی دسترخوان تيار کاري و،تاسې په ډوډی خوړلو د پيل سره سم خپلې مور ته مخ ورواړاوه چې د پخلي مالګه کمه ده،ته نه پوهېږې چې پخلي ته مالګه واچوی،د څښلو لپاره هم څه شی نشته او تاسې هغه د خپلې مور چې پخوا يي ستاسې لپاره څه څه نه و کړي اوس يي نه کوي او وروسته به يي نه کوي تاسې دا هرڅه هېر کړل او په عادی‌کميو ليدو‌لو مو شروع‌ وکړه اوس نو خپله بايد فکر وکړو چې تاسې به څومره بدبخته وي دا ستاسې او ستاسې مور و.

موږ د‌عالمونو ،عالميانو د خالق،مدبر،پالونکی او ساتونکي څخه بحث کوو چې هغه موږ ته هره ثانيه نعمت راکړ،راکوي يي،او موږ يوازې کميو ته ګوته نيسو حال دا چې نه ګورو چې نعمتو کې غرق يو ډېر داسې خلک شته چې زموږ درد نعمت ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x