دیني، سیرت او تاریخ

له شپږ دېرش (۳۶) ځله زنا څخه بدتر عمل!

رسول اللهﷺ فرمایلي:

-«دِرْهَمٌ رِبًا يَأْكُلُهُ الرَّجُلُ وَهُوَ يَعْلَمُ، أَشَدُّ مِنْ سِتَّ وَثَلَاثِينَ زَنْيَةً» (رواه أحمد، والطبراني)

ژباړه:
-د سود یو درهم چې سړی خوري او پوهیږي چې سود دی، دا له شپږ دېرش ځله زنا کولو ډېر سخت دی.

همدا ډول په بل حدیث شریف کې، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:

-كله چي زه آسمان ته وختلم ما تالنده او ټکه وليدل او داسې خلک مې وليدل، چې نسونه يې دومره غټ وه لكه؛ د خوني نسونه او دا نسونه يې مخته پراته وه، په دغو نسونو كې لړمان او ماران وه، چې سربېره معلومېده. ما جبرئيل علیه السلام ته وويل: دا څوك دي؟
جبرئيل علیه السلام راته وويل: دا هغه كسان دي چې، سود خوړونکي وه.
(ابن حنبل في مسنده، جـ۲ صـ۳۶۳)

دا چې سود کول دومره ستره ګناه ده؛ خو ځینو انسانانو پرې سترګې پټې کړي، آخرت یې هېر کړی او تل پدې کوښښ وي چې، خپل مال زیات کړي، که هغه له هرې لارې څخه وي. خو ددې غم نه کوي چې، دا مال حلال دی که حرام؟

خو هغوى چې، په سود سره د مال د زياتېدو په هڅه کې دي، هغوى ته د الله تعالى پیغام:

د قرآنکريم د (سُوۡرَةُ الرُّوم) په نهه دېرش (۳۹) نمبر آیت کې الله تعالى فرمایلي دي:

-«وَمَآ ءَاتَيْتُم مِّن رِّبًا لِّيَرْبُوَا فِىٓ أَمْوٰلِ النَّاسِ فَلَا يَرْبُوا عِندَ اللَّهِ ۖ…»

ژباړه:
-كوم سود چې تاسې وركوئ، چې د خلكو په مالونو کې په ګډېدلو سره هغه زيات شي، د الله په وړاندې هغه نه زیاتیږي.

یعنې: كه څه هم په سود سره په ظاهر كې د مال زياتوالى راځي؛ خو په حقيقت كې هغه كميږي. لكه څنګه چې، د كوم انسان بدن د پړسوب له امله غټ او څورب ښكاري؛ خو په حقیقت کې دا د ښه صحت او روغتيا نښه نده، بلكي د رنځورۍ نښه او مرګ ته د نږدې کېدو پيغام دى.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالکریم

دا حقیقت خبرہ دہ سی افغانستان کی دہ سودکاروبار بیخی ڈیردہ الله ج ج دہ معفی او مہربانی وکڑی داکوم عذاب سی زموژ پروطن مسلط دہ دا زموژ خفل عملونہ دہ خاص دہ پکتکا خلق ڈیر پہ ہندستان کی سودکوی بل کی دہ ٹول افغانستان جوانان داکارکوی دا زموژ خفل عملونہ دہ دہ امریکا دلتہ ہچ کارنوو بلکی پرموژ خدای مصلت کو ولی سی موژ دہ الله ج ج نافرمانی کوو نواس زموژ حکمرانان دہ کافرانو غلامان سو اوس بہ پرموژ خامخایہ ظلم کوی ولی موژ دہ الله ج ج لارہ پریشیہ پہ افغانستان کی داسی علماوو سی حق خبرہ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x