
د غور ولایت د ملي رادیو ټلوېزیون ودانۍ تر محاصرې لاندې ده
نن ټکی آسیا: د غور امنیتي چارواکي وايي، چې د دې ولایت ښاروال له سهاره راهیسې د یاد ولایت د راډیو تلوېزیون ریاست ودانۍ محاصره کړې او د دفتر کارکوونکو ته یې د ژر تر ژره تخلیه کولو امر کړی.
د غور امنیتي چارواکو پېښه تاییدوي او زیاتوي، چې دا لانجه له ډېرې مودې راهیسې روانه وه، چې بالآخره ښاروال د ودانۍ د محاصره کولو اقدام واخیست.
د دوی په خبره، ښاروال ادعا لري، چې د راډيو تلویزیون ودانۍ د ده شخصي ملکیت دی او اوس غواړې، چې نومره یې کړې او پر خلکو یې توزیع کړي.
چارواکو ویلي، چې سېمې ته یې امنیتي ځواکونه استولي خو د نورو توضیحاتو له ورکولو یې ډډه کړې.